دلوی اختردلسوورځوفضائل :
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
أما بعد : فأعوذبالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم .
و الفجر وليالٍ عشر ( صدق الله العلي العظيم ) .
قدرمنو مسلمانانو ! په دې وجه چي د حج د مَراسمو د ادا کولو وخت ، او د ذي الحجې مبارکه مياشت ، او د لوۍ أختر مبارکي ورځي او د قربانۍ او د لوۍ أختر د لمانځه مبارک وختونه راروان دي ، نو په دې سبب زه غواړم چي په هغو موضوعګانو کښي ځانګړي ، عجيب او مُفصل بيانونه وتاسو ته تقديم کړم ، کوم چي له دغي مبارکي مياشتي او له دغو مبارکو موسمو سره خاص بيا د حج له مقدسي فريضې او د لوۍ أختر له باعظمته مراسمو سره تعلق لري . په دې سلسله کښي به د لاندي موضوعګانو په باب و تاسي محترمو ته تفصيلات وړاندي کړه سي :
اول :ـ د ذوالحجې ( يعني د لوۍ أختر د مياشتي ) د اولو لسو ورځو عظمت او په همدغو ورځو کښي د طاعت او عبادت فضيلت .
دوهم :ـ په دغو مبارکو ورځو کښي د تاريخي پيښو بيان .
دريم :ـ د مقامات مقدسه وو په اړه نا أشنا او نادير معلوماتونه ، لکه کعبه شريفه ، حجر أسود ، مقام إبراهيم ، د زمزم اوبه و غيره .
څلرم : ـ د لوۍ أختر په مبارکو ورځو کښي د عيدګاه د لمانځه او د قربانيو شرعي او سياسي فلسفې او فضائل او په دې اړه ديني أحکام .
لومړئ د دغو لسو مبارکو شپو او ورځو و فضيلت ته ځير سۍ !
دذوالحجې ( یعني دلوۍ اختردمبارکي میاشتي ) ړومبنۍ لس شپې او ورځي چي ایام العشر یې بولي یا عشرذی الحجة ورته ویل کیږي، داسلام د مقدس دین له نظره اودارنګه دتاریخي واقعاتو په إعتبار اوله دي سره سره دفیض اوبرکت اوالهي رحمتونو دراجلبولو په حیث په خورا عقل حیرانونکي ځانګړي ډول شرافت اوفضیلت لري .
همداسبب دئ چي الله جل جلاله دقران کریم د « والفجر » په سورت کښي په همدغومبارکو لسو شپو سره قسم کړیدئ لکه چي فرمایلي يې دي :
(والفجرولیال عشرٍ ) .
یعني قسم کوم زه په سهار (یعني په سهاردورځي دلوۍ اختر) اوپه شپولسو۱۰ ( یعني چي اولي لس شپي دلوۍ اختردمیاشتي دی) .
له حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دئ چی رسول علیه السلام فرمایلي دي (مامن ایام العمل الصالح فیهااحب من هذه الایام یعني ایام العشرقالوا یارسول الله ولاالجهاد في سبیل الله قال ولاالجهاد في سبیل الله الارجل خرج بنفسه وماله فلم یرجع من ذالک بشئ ) رواه البخاري کذافي ریاض الصالحین .
يعني په ورځو کي هيڅ داسي ورځ نسته چي صالح او نيک عمل دي په دوۍ کښي و الله ( جل جلاله ) ته ډير محبوب وي له دغو ورځو څخه ، يعني چي د لوۍ أختر د مبارکي مياشتي اولي لس ورځي دي .
له حضرت عائشې ( رضي الله عنها ) څخه روايت دئ چي د يو ځوان دا عادت ؤ چي کله به د ذي الحجې ( يعني د لوۍ أختر مياشت ) رابره سوه نو ده به په روژو شروع وکړه ( يعني ددغي مبارکي مياشتي په ړومبيو نهو ورځو کي بي پرلپسې روژه نيوله ) يو چا ددغه ځوان دغه عادت د إسلام و پيغمبر ته ورساوه ، نو د اسلام پيغمبر دَی و خپل حضور ته راوباله ، کله چي دغه ځوان دده مبارک په حضور کښي حاضر سو ، نو د إسلام پيغمبر له ده څخه پوښتنه وکړه چي کوم شي ته باعث کړئ يې پر دې باندي چي په دغو ورځو کښي روژه نيسې ؟
دغه ځوان ورته وويل چي اې د خدائ رسوله ! ځما مور او پلار دي تر تا قربان سي ، دغه مبارکي ورځي خو د حج د مناسکو د ادا کولو ورځي دي نو زه ددې اميد کوم ( يعني په دې کار کښي چي په دغو ورځو کښي روژه نيسم ) ددې چي الله ( جل جلاله ) به ما د حج کونکيو په دعا ګانو کي ورسره شريک کړي .
نو د اسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) ورته وفرمايل چي : نو تاته به الله ( جل جلاله ) د هري روژې په بدل کښي دونه ثواب درکړي چي هغه به برابر وي له ثوابه سره د هغه سړي چي سل (۱۰۰ ) مرييونه ازاد کړي او سل اوښي قرباني کړي او سل اسان د غزا په لار کښي و مجاهدينو ته ورکړي . (انتهی مختصراً ، کذا في تنبيه الغافلين ) .
له حضرت جابر رض روايت دئ چي نبي ( صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي چي : هر څوک چي په دغو لسو ورځو کښي روژې ونيسي نو د هري ورځي د روژې په بدل کښي به الله پاک د پوره يوه کال د روژو ثواب ورکړي .
له حضرت علي ( کرم الله وجهه ) څخه روايت دئ چي نبي ( صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي چي : کله د ذي الحجې لس ورځي شروع سوې ، نو کوښښ کوۍ په طاعت کښي ؛ ځکه دا داسي ورځي دي چي الله ( جل جلاله ) فضيلت ورکړئ دئ ، او شپه او ورځ يې يو شان او په يوه ډول حُرمت او عزت لري ، نو هر څوک چي په اخيري دريمه حصه کښي د يو شپې له دغو لسو شپو څخه څلور رکعته لمونځ وکړي په دې ډول چي په هر رکعت کښي يو واري « الحمد لله » او « قل أعوذ برب الفلق او قل أعوذ برب الناس » او درې واره « قل هوالله » تر پايه پوري او درې واره « اية الکرسي » ووايي ، بيا چي کله له لمانځه څخه فارغ سي نو لاسونه پورته کړي او داسي ووايي :
سبحانَ ذي العزةِ والجبروت ، سبحانَ ذي القُدرةِ والملکوت ، سبحانَ الحيِّ الذي لايموت ، لآإله إلا هو ، يحي و يميت و هو حَي لايَموت ، سبحان اللهِ ربِّ العبادِ والبلادِ والحمدُ للهِ کثيراً طيباً مبارکاً علی کُلِّ حالٍ ، الله أکبرُ کبيراً ، ربُّنا جلَّ جلالُه وقدرتُه بکل مکانٍ .
بيا چي څرنګه يې خوښه سي هغه رنګه دُعا وکړي ، نو الله ( جل جلاله ) به و ده ته دونه ثواب ورکړي چي هغه به په مثل د ثواب د هغه چا وي چي حج وکړي او زيارت د قبر د نبي ( صلی الله عليه وسلم ) وکړي او جهاد في سبيل الله وکړي ، او نه به و غواړي هيڅ شئ له الله تعالی څخه مګر الله به وده ته هغه شئ ورکړي .انتهی
والسلام ومن الله التوفیق