دتشریق دتکبيروتاریخ اوباعث :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45604

دخبریدو نیټه : 2011-11-01

فتوي نمبر(۴۶۵)

مفتي :
سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ

مستفتيه : صديقه ، کابل ـ

سلامونه اونيکي هيلي موومنئ !
محترم مولوي ابوالفضل صاحب !
په اسلام کي دتشريق دتکبېرو باعث چشي وو اودتشريق تکبيرونه له کومه وخته شروع سويدي ؟

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

قدرمني خوري کله چي ابراهيم عليه السلام اسماعيل عليه السلام  دقرباني کولوپه خاطرپرې ايستئ اوجبريل عليه السلام دالله تعالي په حکم له جنت څخه پسه دداسماعیل علیه السلام دفدیې او دبدل په حیث له جنت څخه  راوستئ نوکله چي وابراهیم اواسماعل علیهما السلام ته رانزدې سواوددوی حال ئې ولید نودي پردې وبېرېدئ چي داسي نه وي چي زه ورځم ده حلال کړيوي نوداکلمي يې له  لري لاپه زوره  وویلې: « الله اکبر،الله اکبر» حضرت ابراهيم عليه السلام چي جبريل عليه السلام وليدئ  اودغه کلمې ئې  ورڅخه واورېدلې نوداکلمي يې وويلې : « لااله الاالله والله اکبر» ـ
کله چي اسماعيل عليه السلام دفديي په راوړلوخبرسونوداکلمي يې وويلې : « الله اکبرولله الحمد» ـ
درمختارج۱ ، ص۹۸ بحواله طحطاوي ـ والسلام

ليکونکئ اوکاتب : احقرفاني في الله فاضل ، طالب ـ