دقرباني دحلالولوشرعي طریقه اودعا:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45607
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-11-01

فتوي نمبر(۴۶۷)

مفتي :
سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ

مستفتي : محمدداود ـچین

ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته :
هيله ده چي جوړاوروغ ياست اودعافيت جامې په تن ولرئ : محترم اوقدرمن مفتي صاحب ! داضحيې دحلالولوطريقه څنګه ده اودحلالولوپه وخت کي بايدکومه دعاوويله سي ، ؟

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
قدرمنه وروره ! کله چي حيوان حلاليږي نوبايدداسي پرېباسل سي چي مخ يې وقبلې شريفي ته وي ، چاړه بايد ښه تېره وي ، ترڅوچي کیداي سي حيوان دي په خپل لاس حلال کړل سي اوکه په خپله يې نسي حلالولائ نوبايددحلالېدوپه وخت کي هلته حاضروي ـ
اودحلالېدوله مخه دي دادعاوويله سي : « اني وجهت وجهي للذي فطرالسماوات والارض علي ملة ابراهيم حنيفاوماانامن المشرکين ، ان صلاتي ونُسُکِي ومحياي ومماتي لله رب العالمين ، لاشريک له وبذالک امرت وانامن  المسلمين اللهم لک ومنک ـ                         (مشکوة باب الاضحية )ـ
 ترجمه : ماله ټولونه په يوې خواکېدوسره خپل مخ دابراهيم عليه السلام په طريقې سره صحيح دهغه خدائ پاک په لوري راګرځولئ دئ چي اسمانونه اومځکي يې پيداکړيدي ، اوزه بيخي دشرک کونکوله جملې څخه نه يم ، بېشکه زمالمونځ،زماقرباني ،زماژونداوزمامرګ ټول دالله تعالي لپاره دئ چي پالونکئ دئ دټولوعالميانو، دهغه هيڅ شريک نسته ماته دهمدې حکم شويدئ اوزه له حکم منونکوڅخه يم اي الله (جل جلاله )داستاحضورته وړاندي کوم اوداستاراکړئ څيزدئ ـ
اودبسم الله الله اکبرپه ويلوسره دي حلال کړي ـ 
والسلام ومن الله التوفيق ـ