كندهار:۱۰۳ تړلي ښوونځي بيا پرانستل شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45634

دخبریدو نیټه : 2011-11-02

لودين

په كندهار كې  د پوهني رياست مسوولين وايې چي په روان ښوونيز كال كې يې تر سل بابه زيات تړلي ښوونځي بيا پرانستي دي او دا مهال د تړلو ښوونځيو شمير تر سل كم دى .
دا څرګندوني د كندهار د پوهني رئيس نجيب الله مجددي بينوا ويب پاڼي د خبري څانګي  سره  د يوي ځانګړي مركې پر مهال  وكړي .
ښاغلي مجددي وويل چي په ټول كندهار كې څلور سوه بابه ښوونځي لري چي  د تعليمي كال په پيل كې يې دوه سوه بابه تړلي ښوونځي  د تيرو څو كلنو راهيسي د ناامنۍ تر څنګ د نورو ستونزو له امله تړل شوي وه چي تر دې مهاله يې ۱۰۳ تړلي ښوونځي بيا پرانستل شوي دي او ۹۷ نور يې لا تړلي پاتي دي چي كيداى شي هغه هم د تعليمي كال تر پايه بيا پرانستل شي .
(( كله چي د وږي په مياشت كې نوى ښوونيز كال پيل شو نو موږ دوه سوه بابه تړلي ښوونځي درلودي چي ډير يې په ليرو پرتو سيمو كې وي  ، بيا مو د سيمي د خلكو سره خبري وكړي او د هغوى په مرسته مو ۱۰۳ تړل شوي ښوونځي بيا پرانستلي او اوس درسي بهير پكښي روان دى . ))

د پوهني ريئس وويل چي د تړلو ښوونځيو تر ټولو ډير شمير يې په څلورو ناامنيو ولسواليو ريګستان ، غورك ، ميانشين او شورابك كې دى ، په وينا يې هلته دولت حاكميت نه لري نو د ښوونځيو فعاليت هم ستونزمن كار دى .
د پوهني رئيس زياته كړه چي د كندهار دپاره د كتابونو او درسي موادو ستونزي حل شوي دي ، د ښوونكو د مسلكيتوب دپاره د هغوۍ د روزني لړۍ هم روانه ده خو په ښوونځيو كې يې د زده كوونكو د شمير د زياتوالي له امله د ښوونځيو ودانۍ  كوچنۍ دي  او بسنه نه كوي .
هغه وويل چي سږكال تر ديرش زره تنه  زيات ماشومان او تنكي ځوانان نوي  په ښوونځيو كې شامل شوي دي .
د كندهار په ليرو پرتو ولسواليو كې بيا پرانستل شويو ښوونځيو ته نوي تللي ماشومان او تنكي ځوانان هم زيات خوښ دي او وايې چي د زده كړي  دپاره په زميني برابريدو سره د بي ځايه كارونو نه منع شوي دي او دا مهال خپلي زده كړي كوي ، هغوى له ځان سره د انجينر او ډاكټر كيدو زياتي هيلي لري .

د كندهار د شاولي كوټ ولسوالۍ د زرتالي په سيمه كې د احمدولي كرزي په نوم بيا پرانستل شوي ښوونځي  ته نوى شامل شوي زده كوونكي  محب الله او حضرت علي وايې :
(( موږ به په باغونو او كوڅو كې څه زده كړو ، اوس مكتب جوړ شو موږ مكتب وايو ، موږ ته معلمان پر وخت راځي او كتابونه او كتابچي هم راوړل شوي دي موږ  غواړو چي ډاكټران شو او انجينران شو. ))

په كندهار كې د رواني ناامنۍ له امله د نورو ستونزو تر څنګ د پوهني بهير ته هم سخت زيان رسيدلى دى كه څه هم په تيرو څو كلنو كې د ښووني او روزني اړوند ستونزي زياتي وي خو اوس په ښوونځيو كې زده كوونكي او د پوهني رياست چارواكي وايې چي تر ډيره يې ستونزي حل شوي دي .
كندهار ټول څلور سوه بابه ښوونځي لري چي له دې ډلي يې ۳۰۳ فعاله او ۹۷ غير فعال دي ، په فعالو ښوونځيو كې يې ټول ۱۹۰۰۰۰ تنه نارينه او ښځينه زده كوونكي زده كړي كوي .