دحسینه وفادپوښتني جواب :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45653

دخبریدو نیټه : 2011-11-05

فتوانمبر(۴۶۹)
مفتي :
سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ

مستفتيه : حسینه وفا
السلام عليكم ورحمة الله وبرکاته!

ډیر محترم  مولوي  صاحب  غواړم چي یوه دینې پختنه وکړم، ځکه  چي دین  زده  کول  پر  هر  نر  اوښځه  فرض ده:

هغه  پوښتنه داده  چي  ما  په  بعضو  کتابونو  کښي  لیدلي  چي تکبیرونه  د  تشریق  په  هر مسلمان  بالغ  اوعاقل خواه  نر  وي  او  که  ښځه    له  هر فرض  لمانځه  څخه  وروسته   ورباندې  واجب  دي .

او  بعضي  کتابونه  مي  بیانن  ولیدل  چي  هغوﺉ  پرنر  باندي  صرف  واجب  بللي  وو  او  پر   هغه  ښځه  او  مسافر  باندي  چي  په  امام  پسې  اقتداء  وکړي ،

نو  ماته  معلومه  نه  شوه  چي  اوس  کوم  یو  کتاب  معتمد دی چي  اعتماد  ورباندې  وکړمه ،

او  بله  خبره  داده  چي  دې  کتابونو  کښي  دامام  صاحب  او  دیارانو  په  مابین  کښي  اختلاف  ښودل  شوی  ده،

او په  وروسته  کښي  یې   دیارانو  پر  قول  فتوی  ویلي  ده،

 نو اوس  دا  راته  معلومه  نه   شوه   چي  اختلاف  ددوﺉ   په  څه  کښي  ده  او  بیا  فتوی  دیارانو  پر  قول  پرڅه   باندي  ده، یعني  پردې  باندي  فتوی  ده  چي  تکبیرونه  به  دوغمره  ورځ  ویل  کیږي  لکه  یاران  چي  وایې  او  که  پر دې   باندي  فتوی  ده  چي  تکبیرونه  به  هرڅوک  وایې  او  په  هر  ځای  کښي  به  وي ، خواه   ښار  وي  او  که  سحرا ؟

له  الله  جل جلاله  څخه  درته  دښه ږوند  غوښتونکې  یمه .

والسلام
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته ـ
حسينه وفاخوري صدافرينونه دي پرتاباندي وي اوستاپرموراوپلارباندي دي وي ، الله جل جلاله دي په مسلمانانوکي دغه ډول پوهاني اسلامي خوندي ډيري کړي ، ستاپرمعلومات دي افرين وي  ستاپرتعبيراوتحريردي آفرين وي هيله ده چي دآينده دپاره داسلامي پوښتنورابطه جاري وساتې ـ
ستادپوښتني جواب دادئ چي «درمختار»او«ردمحتار»چي مشهورپه شامي سره دئ کوم چي په مذهب کي ډېر دباوروړ او معتمدکتابونه دي اودارنګه نورو ډېرومعتمدوکتابوداخبره کړېده چي ديارانوپرقول باندي فتواده په دواړوخبروکي ، يعني چي هم به نراوښځه مسافراومقيم که په جماعت کي ولاړوي اوکه تنهالمونځ کوي له هرفرضي لمانځه وروسته به بالفوره دتشريق تکبيروايي اوداويل باندي واجب دي ـ
اوهم پردې خبره کي ددوي پرقول باندي فتواده چي دتشريق داخيري ورځي ترماځيګره به دغه تکبيرونه وايي ، اوداخيري ورځي دماځيګرله لمانځه وروسته بې هم وايي چي دلوئ اخترڅلورمه ورځ ده چي ددغوورځودلمونځوتعدادټول ۲۳دئ ـ
البته په مذهب کي يوبل سترعالم «ابن الهمام» صاحب د«فتح القدير» دامام صاحب وقول ته  ترجيح ورکړېده خوصاحب د«ردمحتار»دهغه جواب کړيدئ ـ
---
ردالمحتارچي مشهورپه شامي سره دئ ، ج۱،ص۶۲۰ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ