ليکواله :خجسته الهام
لاسونه يې له سړو لړزېدل.هوا ډېره سړه وه.د لمنې په څنډې يې د خپل پلاستيکي ساعت ښيښه پاکه کړه.خوشاله و،چې په خپلې گټې يې ځانته ساعت اخېستى و
خپلې پوکڼۍيې وشمېرلې :((يو،دوه،درې...اتلس.))له ځان سره يې وويل:((اتلس پوکڼۍ دي.که خداى وکي،چې خرڅ شي!))بيا يې غږ کړ:((مورې د خداى په امان زه لاړم!)
مور:((ځه بچيه خداى دې مل شه.خو له سرک نه د تېرېدو په وخت کې ډېر پام کوه.ښه زړگيه!))
د حميد د مور غږ ستړى ښکارېدۀ.له خپل ځاى نه پاڅېده.زوړ او څيرې دسترخان چې ټوک ډوډۍ هم په کې نه وه،جگ کړ.غوټۍ غږ کړ:((مورې!نن به مې لالا ماته کتابچه راوړي که نه؟))مور په نهيلو سترگو خپلې لور ته وليدل،بيا يې دسترخان په زوړ صندوق کېښود.د وړې جلۍ تر څنگ،چې لا يې هم تبه وه،کېناسته.په مهربانۍ او مورنۍ مينې يې خپل لاس د ماشومې په سره تندي کېښود.په لړزېدلي غږ يې وويل:((هو لورجانې! که پوکڼۍ يې خرڅې شي،حتماً يې درته اخلي.))غوټۍ خوشاله شوه او بېرته په زړو او شکېدلو کاغذنو،په رسامۍ بوخته شوه.مور يې بيا وويل:((غوټۍ لورې! ځه لاړه شه او دنويد مور ته ووايه،چې نن مې د مور فشار ښکته دى که اجازه راکئ،چې ډاکتر ته لاړه شم.))
غوټۍ په منډه له کوره ووته.مور يې د شا له خوا ورته ليدل.له ځان سره وبونگېده:((کاشکې چې د هغې يو ارمان مې پوره کړى واى!))
٭٭٭
حميدځان يوې ډلې ته ورساوه. دنوروز درېيمه ورځ وه او تر اوسه ډله،ډله خلک مېلې ته ور روان وو.د حميد په زړه کې ورتېر شول،چې:((کاشکې موږ هم ددوى په شان واى.))
يوۀ غږ حميد له سوچونو رابهر کړ:((پوکڼۍ والا،پوکڼۍ والا!ِ))حميد لۀ ډېرې خوشالۍ نه پوهېدۀ،چې څۀ وکړي.ځان يې پۀ منډه غږ ته ورنږدې کړ.سړي دوه پوکڼۍ واخېستې.حميد په خوښۍله سړي بېرته وگرځېد.لکه د خوښيو خوښه نۀ وه،چې يوه شېبه هم د حميد لاس ونيسي.همدا چې پښه يې پر تيږې ولگېده،پړمخې وغورځېد او پوکڼې يې لۀ لاسه خوشې شوې.کله چې يې خپل سر،چې پر تيږې ډېر کلک لږېدلى و،پورته کړ؛نو خپلې ټولې هيلې يې ،چې لۀ څو پوکڼيو سره تړلې وې،د اسمان په لور روانې وليدې.بې رحمو تودو اوښکو يې تنکي اننگي وسېځل.
٭٭٭
د حميد مور جارو واخسته،خو زړه يې لړزېدۀ.په منډه،منډه د دروازې پر لور لاړه.د لرگينې دروازې له ماتې برخې يې،چې په يوه ټوټه اوسپنې باندې پينه شوې وه،باندې وکتل.سترگې يې د کوڅې پۀ بر سر ولگېدې.پښې يې سستې شوې.د سړک پورې غاړه غوټۍ موټر وهلې وه! مور يې په زنگنو کېناسته.ورو يې وويل:((لورکۍ !وروستۍ هيله دې هم پوره نه شوه کنه!)) او لۀ دې سره يې په مړاوو اننگو يې د سېلاب پۀ شان اوښکې روانې شوې.
لمريز 1390 د لړم ٢مه،
کاوون غږ راډيو،مهترلام