په کندهار کي د اېډز د نړيوالي ورځي په مناسبت غونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4571

دخبریدو نیټه : 2005-12-02

ولي شا طبيب - کندهار

 

دډسمبر لمړي ورځ چه دايدز نړيواله ورځ ده ديو لړ مراسمو په ترڅ کښي دکندهار دعامي روغتيا درياست او نړيوالي روغتيا موسسې په تخنيکي همکارۍ سره ولمانځل سوه .

غونډه دقران عظيم الشان  دمبارکو اياتونو دتلاوت نه وروسته دعامي روغتيا ريس ډاکتر عبدالقيوم پخلا پرانستونکي وينا وکړه ، وروسته دنړيوالي روغتيايي  موسسي WHO دشرقي مديتراني دحوزي پیغام دداکتر شاه ولي پوپل لخوا ولوستل سو ، بیا پروفيسور ډاکتر قمرالدين سيفي دکندهار پوهنتون ريس ، ډاکتر عبدالواحد وثيق دکندهار دطب پوهنځي ريس ، ډاکتر واحد واحدي ديونيسف  اداري  مسول ، ډاکتر عبالجبار دکندهار دطبي ډاکترانو دټولني ريس ، ډاکتر پاينده محمد ارغندابي  دطب پوهنځي استاد ،دښووني او روزني  ريس  او دميرويس روغتون  ريسي  په وار سره د HIV/AIDS په هکله هر اړخيزه ويناوي وکړي .

په غونډه کښي ددولتي ادارو مسولينو ، ملګروملتو ادارو ، سره صليب ، دښځو ټولني ،داخلي او بهرنۍ موسساتو کارکوونکو او ډاکترانو برخه اخيسته وه .

دغونډي  په اخير کښي  ازاد بحث  ته موقع ورکړه سوه  ، او دخبري رسنيو ، او عامه  خبرتياوو باندي زيات  تاکيد وسو چه دعام ولس اذهان د نوموړي ناروغي په هکله  خصوصا دناروغي دمخنيوي په مورد

کښي روښانه سي .