په اسلام کښي د ناحقه قتل جرم او د هغه اخروي عذاب

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45740
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-11-11

 فتوانمبر(۴۷۲)
مفتي   : 

 ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

 

مستفتيه    :

  پروانه له هند څخه  .

 

عاليقدر محترم مولانا أبوالفضل صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته بعد له سلامه ځما ستاسي له درانه حضور څخه دا پوښتنه ده چي که يو مسلمان چي بل مسلمان په ناحقه ، په قصد سره په قتل ورسوي ، او ناروا خون وکړي نو دغه ناروا خون څونه ګناه ده ، او ددغه سړي به څونه عذاب وي  ؟ 

 

الجواب و هو الملهم للصواب   :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

محترمي خوري  ! د ناروا او ناحقه قتل په اړه الله (جل جلاله) په قرانکريم کښي فرمايلي دي : « وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا (النسآء : 93) .

يعني هر هغه څوک چي قتل کړي يو مومن (مسلمان) په قصد سره (بېله حقه) نو جزا دده جهنم دئ ، پداسي حال کښي چي وي به دَئ ډيره موده او زمانه په دغه اور کښي ، او غضب (قهر) کړئ دئ الله پاک پر ده باندي ، او ليري کړئ يې دئ دَئ له رحمته خپله ، او برابر کړئ يې دئ ده لره عذاب ډير لوۍ (په سبب د عظيم او لوۍ جرم دده چي قتل دئ مسلمان په ناحقه سره)  .

دارنګه الله پاک فرمايي  : « مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ... الآية» [ المائده : ۳۲ ] .

يعني هر هغه څوک چي قتل  (مړ) کړي يو نفس (انسان) بېله بله نفسه (يعني بېله دې چي دا مقتول يو بل نفس او شخص په قتل رسولئ وي نو دَئ يې د قصاص په حيث قتلوي) او بېله فساده په ځمکه کښي (چي دا مقتول مفسد هم نه ؤ چي داسي فساد کونکئ ؤ چي د هغه په وجه يې قتل لازم وي  ، مطلب دا چي نه دَئ مرتد سوئ وي او نه يې پداسي حال کښي زنا کړې وي چي دَئ د واده والا وي ، او نه قطاعُ الطريق وي) نو ګواکي دغه قاتل د دغه معصوم نفس د قتلولو په وجه ټول انسانان په قتل ورسول ، او هر څوک چي ژوندئ کړي يو نفس (يعني سبب د نجات د يو نفس وګرځي له قتليدلو څخه ، يا پدې ډول چي بل نفر په ظلم دغه سړئ قتلوي نو دَئ هغه ظالم ورڅخه وګرځوي ، اويا مثلا له تندي ، لوږي څخه مړ کيږي دَئ اوبه يا ډوډۍ ورکړي ، او يا مثلا مُرتَد ګرځي دَئ يې له ارتداد څخه راوګرځوي ، يا کافر وي دَئ اسلام نصيحتونه ورته کوي تر څو چي مسلمان يې کړي) نو ګواکي دغه سړي ټول انسانان ژوندي کړل .

 

خلاصـــــــــــه   : 

په اول مبارک آيت کښي الله (جل جلاله) د ناروا قاتل او خوني انسان دپاره پنځه ډير عظيم عذابونه ذکر کړيدي چي شرح يې داده  : 

(۱)   : د قيامت په ورځ به دَئ و جهنم (دوږخ) ته ورته داخليږي  .

(۲)  :  دَئ به پدغه دوږخ کښي بيخي ډيره موده پاته کيدونکئ وي  .

(۳)  : پر ده باندي به د الله پاک غضب نازل وي   .

(۴)  : دَئ الله (جل جلاله) ملعون ګرځولئ دئ  .

(۵)  : ده لره ډير لوۍ عذاب دئ   .

 

تنبيه   :

د «خالدًا» يا د «خَالدین» لفظ په قرآنکريم او أحاديثو کښي غالبًا د هميشه والي په معنی راځي ، په أصل کښي «خُلود» و ډير ځنډ کولو ته په يو حالت کښي ويل کيږي ، د أهلِ سنت و الجماعت مسلک دادئ چي له کفره څخه ماسيوا بله هره ګناه چي وي سبب د هميشه اوسيدلو په دوږخ کښي نه ګرځي  .

پدغه مبارک آيت کښي چي د «خالدًا» لفظ  الله پاک فرمايلئ دئ که څه هم مراد خو دلته د هميشه والي معنی نه ده ، خو ودېته اشاره پکښي موجوده ده چي د يوه مسلمان په ناحقه قتلول ددې سبب هم ګرځيدلائ سي چي دغه قاتل له دُنيا څخه بې ايمانه (العياذ بالله) ولاړ سي   ، نو دا به شپږم عذاب سي ددغه ناروا قاتل دپاره  .

پوه سه ! چي ابن عباس (رضي الله عنهما) مذهب دادئ چي د ناروا قاتل او خوني توبه نه قبليږي ، او هغه به هميشه په جهنم کښی وي ، او دا قول د ابن کثير ، زيد بن ثابت ، أبوهريره ، او ابن عُمر (رضي الله عنهم) هم دئ  ، او له أبوسلمه بن عبدالرحمن ، عبيد بن عمر ، حسن ، قتاده او ضحاک (رحمهم الله) څخه هم داسي نقل راغلئ دئ   .

 

او په دوهم آيت کښي بيا الله (جل جلاله) فرمايلي دي چي يو انسان چي په ظلم او ناروا سره څوک په قتل ورسوي نو ګواکي دغه انسان ټول انسانان په قتل ورسول  .

[په يوه حديث شريف کښي راځي چي د ټولي دُنيا زائليدل او خرابيدل و الله پاک ته ډيره اسانه ده تر قتلولو د يوه مسلمان   په ناحقه سره ] .

او چا که يو نفس له مرګ څخه بچ او خلاص کړ نو دغه سړي ګواکي ټول انسانان له مرګ څخه بچ کړل  .