په آخرت کي د ګناه معافيدو په اړه ضروري پوښتنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45741

دخبریدو نیټه : 2011-11-11

فتوی نمبر   ((۴۷۳))  .

  مفتي   : 

ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .
مستفتي  :  

ډاکټر سعيد أحمد أحمدي  / أفغانستان / أرزګان  .

شيخ الحديث والتفسير جامع الفنون والعلوم علامه أبوالفضل (حفظه الله) او د بينوا پاڼي مسئول قدرمن ورور خالد هادي صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته  . ځما پوشتنه داده چي د قيامت په ورځ و مسلمان ته د کومو ګناوو بخښنه په حتمي ډول الله پاک نه کوي  ؟ او د کومو ګناوو د قيامت په ورځ د بخشني او نه بخشني ددواړو احتمال د قيامت په ورځ سته ؟ او د کومي ګناه د بخشني امکان د قيامت په ورځ نسته  ؟  ستاسي د جواب په هيله  . 


الجواب و هو الملهم للصواب   :

نحمدهونصلي علي رسوله الکريم :

محترمه وروره ! يوه داسي ګناه ده چي د بندګانو تر حقوقو پوري  تعلق لري  ،  لکه د يو چا مال خوړل ، پر يو چا بهتان ويل ، وغيره  .  دغه نو هغه ګناه ده چي د آخرت په ورځ په حتمي ډول د الله پاک له طرفه نه بخښله کيږي  ، او امکان د بخښني يې سته ، هغه پدې ډول چي حقداران پخپله تر خپل حق ورتير سي ، او يا الله پاک دغه حقداران په یوه طريقه سره له ده څخه راضي کړي ، او که دا ډول نسي نو بيا د خدائ له طرفه ددغي ګناه بخښنه و بنده ته نسي کيدلائ  .
[قالَ الملا علي القاري الحنفي (رحمه الله رحمة واسعة) في کتابه المرقاة ج۴ ص ۷۶۴ :  «و أما الديوان الذي لايترکُ الله منه شيئا فمظالم العباد بينهم القصاص لامحالة ]   .

دوهمه هغه ګناه ده چي مسلمان سړئ يې وکړي او ګناه داسي وي چي سړئ نه په کافر کيږي ، او نه د بندګانو تر حقوقو پوري تعلق لري ، دغه ډول ګناه د آخرت په ورځ د بخښني او نه بخښني ددواړو احتمال لري  ، او د بخښلو يې خورا ډيري لاري دي  ، لکه لمونځ قضا کول ، روژه خوړل وغيره  .
دريمه داسي ګناه ده چي د بخښني  امکان يې د قيامت په ورځ نسته ، او صاحب ددغي ګناه به العياذ بالله أبدُ الأبد په دوږخ کښي وي   . دا ګناه عبارت ده له کفره، شرکه او نفاقِ اعتقادي څخه  .
الله (جل جلاله) فرمايي  : « إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا (النسآء : 48)  .
يعني بېشکه الله پاک بخښنه نه کوي ددې چي له ده سره شريک ونيول سي ، او له شرک څخه رالاندي هره ګناه چي وي نو الله پاک د هغې بخښنه کوي و هر هغه چاته چي اراده د بخښي ورته وکړي ،يعني چي دبنده ترحق پوري تعلق نلري، او هر څوک چي له الله پاک سره شريک ونيسي نو په تحقيق سره افتراء او اختراع وکړه ده د ګناه ډيري غټي (یعني دداسي غټی ګناه فعل يې وکړ چي د هغې بخښنه قطعًا نسي کيدلائ)  .
پوه سه ! چي له شرک څخه دلته مطلق کفر مراد دئ ، عام له دې که شرکي کفر وي  (لکه کفر د هندواڼو يا د مکې د مشرکانو ) او که  غير شرکي کفر وي (لکه د يهودو او نصاراوو)  او که نفاقي کفر وي .
والسلام  ومن الله التوفيق  .