د مساجدو په خوليو او ټوپيو کښي لمونځ اداکول :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45743
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-11-11

فتوی نمبر   (۴۷۵)  . 

 مفتي   : 

ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   : 

احسان الله وردګ  / پاکستان / اسلام أباد  .

ځما پوښتنه داده چي په بعضي مساجدو کښي بلکي په أکثرو کي يو قسم خولۍ او ټوپۍ پرتې وي ، نو څوک چي خولۍ نلري او لوڅ سر وي هغه يې پر سر کوي او لمونځ پکښي کوي ، نو دداسي خوليو سره لمونځ کول خو به کوم ممانعت نلري  ؟  والسلام

الجواب و هو الملهم للصواب   :

 

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :

محترمه وروره ! په لمانځه کښي بايد داسي خولۍ يا رومال انتخاب سي چي بېله له لمانځه انسان د هغه په پر سر کولو سره شرم نه محسوسوي ، او عيب نه بلل کيږي  ، او کومي خولۍ چي په مساجدو کښي د لمونځ کونکو لپاره ايښودل سوي وي په هغو کښي دا صفت نه دئ موجود ؛ ځکه چي د هغو پر سر کول د انسان لپاره عيب بلل کيږي ، په مجلسو کښي انسان په هغه سره شرميږي  ، نو په همدې سبب ددغو خوليو سره لمونځ کول مکروه تنزیهي دئ  .
[قال الحصکفي  :  و صلاته فی ثيابٍ بذلة يلبسها في بيته . وفسر ها في شرح الوقاية بما يلبسه في بيته و لايذهب به الی الأکابر ، والظاهر أن الکراهة تنزيهية  (رد المحتار ج۱ ص ۶۴۱) ]  .
والسلام ومن الله التوفيق  .