په نيکټايي کښي لمونځ کول :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45744
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-11-11

فتوی نمبر   (۴۷۶)  .

  مفتي   : 

 ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   :

    سيد غلام نبي  اغا  (لندن)  .

تر هر څه له مخه و علامه أبوالفضل او د بينوا ټولو کارکونکو ته  سلامونه او نيکي هيلي  وړاندي کوم  ، له محترم مولوي صاحب څخه ځما پوښتنه داده چي بعضي مغربي تعليم يافته خلګ ټائي په غاړه کوي او له هغه سره لمونځ کوي ، نو ايا له نکټايي سره لمونځ کول روا دئ او که نه دئ ؛ ځکه چي دا خو د عيسویانو علامت دئ  .

الجواب و هو الملهم للصواب   :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :


محترمه  وروره ! ددې پوښتني جواب موږ مخکي هم څو واره کړئ دئ ، خو چونکه ضروري پوښتنه ده نو اوس يې بيا په مختصر ډول حکم درته بيانوم  :
محترمه ! نيکټايي د عيسويانو له ديني شعائرو (علامو)  څخه دئ ، نو چونکه ددې په غاړه کولو سره د هغوۍ ددغه مذهبي نښان تأييد او ټينګوالئ راځي نو دا په «تشبه بالکفار» کښي داخل دئ ، او لمونځ ورسره مکروه دئ   .
[لقوله عليه السلام :  من تشبه بقومٍ فهو منهم .  قال الطیبي  : قوله من تشبه بقوم هذا عامٌ في الخلق ، والخلق والشعار  ، و اذا کان الشعار أظهر في التشبيه ذکر فی هذا الباب  (طيبي شرح مشکوة ج۸ ص ۲۱۹)  ]   .  [فتاوی حقانيه  ج ۳ ص ۲۰۷]  .   

والسلام و من الله التوفيق  .