فتوانمبر(۴۷۷)
مفتي :
سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ
مستفتيه : حسینه وفا
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
محترم مولوي صاحت تر هرڅه دمخه دنیک مرغه لوی اختر مبارکې درته وایم اوله دې ورسته یوه پښتنه لرم هغه دا چي که چیري دیوې حاجڼۍ پښه وېنې شي په طواف کښي او اودس دستې وکړي نو څه شي خو پر لازمیږي که نه؟
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
وعليکم السلام وبرکاته : قدرمني خوري ستادي هم زرواره داخترمبارک سي ، اوستادپوښتني جواب دادئ چي اودس په طواف کي واجب دئ که بې اودسه څوک طواف وکړي اويايې دطواف په منځ کي اودس مات سي نوداکثروعلماووپه قول به طواف بيرته راګرځوي اوکه يې راونګرځوئ نودم باندي لازم دئ ، اوله امام صاحب څخه يوروايت داسي راغلئ دئ چي اودس په طواف کي مستحب کاردئ ـ مناسک ملاعلي القاري ،ص۱۵۱ ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ