صرف په زړه کي بې له خولې څخه دلمانځه نيت کول :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45796

دخبریدو نیټه : 2011-11-14

فتوی نمبر   (۴۷۸)  . 

 مفتي   :

  ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتيه   : 

 نجیبه  / له کابل أفغانستان څخه   .
السلام عليکم ، قدرمن مولوي صاحب خدائ مو روغ او ژوندي لره  ، زماپوښتنه داده چي که يوڅوک پر لمانځه باندي دريږي نو په  خوله باندي دلمانځه نيت ونه وايي بلکي په زړه کي يې ووايي نولمونځ يې صحيح کيږي که يا؟

 

الجواب و هو الملهم للصواب   :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

د لمانځه دپاره نيت کول فرض دئ  ، البته د متأخرينو (وروستنيو) فقهآؤ په نزد په خوله سره نیت کول مستحسَن يعني ښه او مستحب کار دئ  ، ددې دپاره چي زړه او دماغ دواړه و لمانځه ته متوجه سي ، نو د لمانځه نيت صرف په زړه کښي کول و لمانځه ته هيڅ نقصان نه رسوي  ، خو که يواځي په خوله سره نيت وسي او زړه نه وي حاضر نو بيا دا نيت لغو دئ او لمونځ صحت نلري   .

[والتلفظ عند الارادة بها مستحب هو المختار  (درمختار ج ۱ ص ۳۰۶ شروط الصلاة /بحث النية) ]  .
والسلام و من الله التوفيق   .