فتوی نمبر (۴۷۹) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتيه : سلیمه /له جرمني څخه .
علامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ستاسي محترم څخه ځما پوښتنه داده چي که يوڅوک دلمانځه نيت تړي نود نيت په وخت کي په خوله کي خطاوزي مثلادماپښين لمونځ کوي د ماځيګر وخت يې يادکړ ي اياپه دغه نيت سره لمونځ وکړي نودغه لمونځ يې صحت لري اوکه يا ؟
الجواب و هو الملهم للصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
ستا د پوښتني جواب دادئ چي نيت د زړه کار دئ په خوله سره نيت کول مستحب دئ ، نو کچيري په زړه کښي نيت د أصلي لمانځه وي ، خو د خولې په نيت کښي غلطي راسي او د بل لمانځه نيت په خوله راسي نو هغه هيڅ پروا نلري .
[وفيه أيضًا عزم علی الظهر و جری علی لسانه العصر يجزيه (الفتاوی الهندية ج۱ ص۶۶) ] .
والسلام ومن الله التوفيق ـ