فتوی نمبر (۴۸۰) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : عبدالحکيم ، صالح / کندهار / أفغانستان .
حضرت مولانا أبوالفضل صاحب او د بينوا پاڼي مسؤل خالد هادي ته د زړه له کومي سلامونه وړاندي کوم هيله ده چي قبول سي ، خدائ مو پدې ستر خدمت کښي نور هم موفق لره ، محترم مولانا صاحب که يوسړي لمونځ کوي لنګوټه پر سر کړي خوککرۍ يې لوڅه وي نوددغه سړي لمونځ څنګه دئ ؟
الجواب و هو الملهم للصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره ! پداسي لنګوټه کښي لمونځ کول چي خولۍ نه وي او مابيني حصه يې خالي وي لمونځ کول مکروه دئ .
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له داسي پګړۍ او لنګوټې څخه منع فرمايلې ده چي د سر درمياني حصه يې لوڅه وي .
لنهي النبي صلي الله تعالي عليه وسلم :عنه ،اي عن الاعتجازوهوشدالرأس اوتکويرعمامة علي رأسه وترکه وسطه مکشوفا ـ ردالمحتار .،ج۱ ، ص۶۵۲
[ويکره الاعتجاز وهو شد الرأس بالمنديل أو تکوير عمامة علی رأسه (مراقي الفلاح ص ۲۸۴) ] .
والسلام ومن الله التوفيق ـ