دلمانځه په نيت کي درکعتودشمېرذکر ضروري نه دي ـ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45799
دارالافتاء ابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-11-14

فتوی نمبر   (۴۸۱)  .

  مفتي   : 

 ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي  :  جمیله کناډا :
جلالت ماب مولوي ابوالفضل صاحب السلام عليکم زماپوښتنه داده
: که  يوسړي مثلادلمانځه نيت وتړي اورکعتونه اودرکعتوشماريادنکي مثلاصرف داسي ووايي چي نيت مي کړيدئ دزړه له اخلاصه لمونځ کوم فرض دماپښين خاص خدائ پاک لره ، بياپه دغه نيت سره دغه لمونځ وکړي نوايادغه لمونځ صحيح دئ اوکه نه دئ ؟؟؟

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم ؛
ګراني خوري هو!دغه لمونځ يې صحيح دئ ؛ځکه چي په نيت کي دلمانځه دلمانځه دوخت تعين اومعلومول ضروري دي اودرکعتواودرکعتودشمارذکرکول په نيت کي ضروري نه دئ ؛ځکه چي يوسړي چي  داووايي چي نيت مي کړيدئ دماپښين دلمانځه نورکعتونه په خپله معلوم سول ځکه دماپښين لمونځ معلوم دئ چي څلوررکعته دئ ـ
قال العلامة الحصکفي في الدرالمختارعلي صدرردالمحتار : ج۱ ، ص۴۱۸،باب  شروط الصلاة «ولابدمن التعيين عندالنية لفرض...ولوقضاءلکنه يعين ظهريوم کذاعلي المعتمد...وواجب انه وتراونذراوسجودتلاوة وکذاشکربخلاف سهودون تعيين عددرکعاته لحصولهاضمنافلايضرالخطأفي عددها» ـ

والسلام ومن الله التوفيق ـ