په لمانځه کي ددووپښوپه منځ کي به څونه فاصله وي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45800
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-11-14

فتوی نمبر   (۴۸۲)  . 

 مفتي   : 

 ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي  :  سليم ، جرمني :

علامه ابوالفضل صاحب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، خداي پاک موروغ اوجوړلره ـ
ستاسوله درانه حضورڅخه زه يوه پوښتنه لرم هيله ده چي جواب يې راکړئ :
سوال : پرلمانځه باندي چي سړي دريږي نوشرعاڅونه قدرفاصله اوازادوالئ دده دواړوپښوپه منځ کي بايدموجودوي ؟

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره دامام اعظم ابوحنيفه رحمه الله تعالي مذهب دادئ چي دلاس دڅلوروګوتوپه اندازه بایددلمونځ کونکي ددوپښوپه منځ کي په حال دولاړي کي فاصله  موجوده وي ځکه چي په دغه قسم درېدل له ادب سره ډېرموافق دئ ، دونه قدرفاصله بايددپښوپه منځ کي رانسي چي دانسان دولاړي توازن بدلوي ، چي هغه ترڅلوروګوتوپه بالابود ياپه کمبودسره دفاصلې راځي ـ
علامه ابن عابدين الشامي د«ردالمحتار په ۴۴۴ مخ کي ذکرکړيدي : «وينبغي ان يکون بينهمامقداراربع اصابع اليد؛لأنه اقرب الي الخشوع ـ
قال العلامة عبدالحي اللکنوي في السعاية ، ج۲، ص ۱۱۱باب صفة الصلاة
:ويستحب  ان يکون بين الرِّجلين عندالقيام مقداراربعة اصابع کمافي البزازية وغيرهالکونه اقرب الي الخشوع ـ
ومثله في فتاوي دارالعلوم ديوبند، ج۲ ، ص۱۵۳:فصل اول ، باب صفة الصلوة ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ