فتوی نمبر (۴۸۳) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : بي بي حليمه ـ
تر هرڅه له مخه و حضرت مولانا أبوالفضل صاحب (حفظه الله) او د بينوا پاڼي مسؤول محترم خالد صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ستاسي دغه ستر ديني خدمت دي هميشه الله کاميابه لري ، ستاسي له درانه حضور څخه مي پوښتنه داده چي بعضي خلګ چي له لمانځه څخه فارغه سي نو پر سر باندي لاس ونيسي او خوله ښوروي يعني يو څه وايي ، ايا دا په شريعت کښي يو مأخذ لري او دغه کلماتي که راته وليکئ نو مهرباني به مو وي ، والسلام .
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره ! هو ! په بعضي أحاديثو کښي ددې ذکر راغلئ دئ ، لکه چي په يوه روايت کښي راغلي دي چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) به چي کله له لمانځه څخه فارغ سو نو خپل راسته لاس مبارک بې پر سر باندي ونيوئ او دا دُعا بې ويله :
بسمِ اللهِ الذِّيْ لآ الهَ الا هُوَ الرحمنُ الرّحيم ، اللهُمّ اذْهَبْ عَنِّي الــْهّمّ وَالــْحُزْنَ .
له همدغه وجي سنت طريقه داده چي بايد له هره لمانځه وروسته (که فرض وي که سنت او نفل) راسته لاس پر سر باندي ونيول سي او دا دُعا وويله سي .
[قال صاحب حصن الحصين : کانَ رسول الله (صلی الله عليه وسلم) اذا صلی وفرغَ من صلوته يمسح يمينه علی رأسه وقال :« بسمِ اللهِ الذِّيْ لآ الهَ الا هُوَ الرحمنُ الرّحيم ، اللهُمّ اذْهَبْ عَنِّي الــْهّمّ وَالــْحُزْنَ» ] .
فتاوي دارالعلوم ديوبندج۲ ، ص۲۱۱ ، فصل سنن الصلاة ـ فتاوي حقانية ج۳ ، ص۱۰۲ ـ
والسلام ومن الله التوفيق .