فتوی نمبر (۴۸۴) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : سردارداود جرمني
و ستر څيړونکي استاد ، ديني عالم علامه أبوالفضل صاحب ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ، الله تعالی دي نور هم ددغه عظيم ديني خدمت توفيق درپه برخه کړي ستاسي غوندي اسلامي ځلانده ستوري دي خدای ژوندي لري ، محترم عاليقدر مولوي صاحب ځما په يو عربي شعر کښي فکر بند دئ چي يو فقهي مسئله يې رانغښتې ده خو په معنی يې نه پوهيږم ، هيله کوم چي جواب يې راکړۍ ، شعر دادئ :
اذا ما ذکيت شاة فکلها ـــــ سوی سبع ففيه الوبال ـــ فحاء ثم خاء ثم غين ــــ ودال ثم ميمان و ذال .
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره ! پدې شعر کښي ويوې مسئلې ته اشاره ده ، د مسئلې تفصيل پدې ډول دئ چي کله چي يو پسه ذبح سي نو پدغه پسه کښي (۷) اوه شيان دي چي خوړل يې ځيني مکروه تحريمي بولي او ځيني يې مکروه تنزيهي بولي ، هغه اوه شيان دادي :
(۱) : فرج . (۲) : خصيه . (۳) : غدة ، يعني مرغيړئ . (۴) : دم ، يعني وينه مسفوحه . (۵) : مثانة . (۶)مرارة ، يعني تريخئ . (۷) : ذکر .
او د شعر معنی پدې ډول ده :
اذا ما ذکيتَ شاةٌ فکلها ] يعني هغه وخت چي ته ذبح کړې يو پسه نو ټول دداپسه (روا دئ) ـــــ سوی سبع ففيه الوبال] ما سوا له اوو شيانو ځکه چي په هغه کښي وبال (نقصان ) دئ . په وروستني بيت کښي بيا حروف هجآء ذکر دي چي و مذکورو اوو شيانو ته پکښي اشاره ده [فحآءٍ ثم خآءٍ ثم غين ــــ ودال ثم ميمان و ذال ] .
په حآء سره وحيآء ته اشاره ده چي و فرج ته وايي (ځکه د اوښانو او د هغو حيوانانو چي ښنګري لري او د درندګانو و فرج ته په عربي کښي حيآء ويله کيږي ) په خآء سره و خصيتينو ته ، په غين سره غدة ته ، په دال سره و دَم مسفوح ته ، په دوو ميمو سره و مثانې او مرارې ته او په ذال سره و ذکر ته اشاره راغلې ده .
[في الدر المختار ج۲ غي مسائل الشتی : «کره تحريمًا و قيلَ تنزیهًا ( والاول أوجه) من الشاة سبعٌ : الحيآء ، والخصية ، والغدة ، والمثانة ، والمرارة ، والدم المسفوح ، والذکر ، للأثر الوارد في کراهة ذلک وجمعها بعضهم في بيتٍ واحدٍ فقال : «فقل ذکر والأنثيان مثانة * کذالک دم ثم المرارة والغدد] .
والسلام ومن الله التوفيق .