داقبال ځاځی دپوښتنی جواب :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45865
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-11-18

 فتوی نمبر (۴۸۷) .

 مفتي   :

  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   : اقبال نصرالله ځا ځی
 اسلام علیکم ورحمته الله و برکاته ګرانه مولوی .
 


ډیر بخښنه غواړم چی ستاسو وخت مو ځائ کړو .ګرانه مولوې صاحب تاد یوې خور په ځواب که ویلی چه لما نځه په  په نيت کي  دلمانځه دوخت تعين اومعلومول ضروري دي اودرکعتواودرکعتودشمارذکرکول په نيت کي ضروري نه دئ؛ځکه چي يوسړي چي  داووايي چي نيت مي کړيدئ دماپښين دلمانځه نورکعتونه په خپله معلوم سول ځکه دماپښين لمونځ معلوم دئ چي څلوررکعته دئ.نو څه شی ٤فرض او٤رکعاته سنت ٢ رکعاته سنت نو تو ضېغات مو غوا ړم.

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :

محترمه وروره دهغې فتواپه عربي الفاظوکي خبره واضحه سوېده خودپښتوپه تعبيرکي څه اجمال اوابهام راغلئ دئ ، اصلي خبرداده چي درکعتوذکرکه په نيت کي ونکړي پروانلري خوداضرورده چي دوخت تعين به کوي اودلمانځه نوعيت به معلوموي ، يعني په دې ډول چي فرض لمونځ کوم که واجب کوم اوکه سنت کوم ـ
دمثال په ډول يوسړي دماپښين فرض لمونځ کوي نوکوم قدرچي ضروردئ هغه دادئ چي دي به وايي نيت مي کړيدئ ددې چي لمونځ کوم فرض دماپښين خاص خدائ لره ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ