د خوست ولايت په متون كې قومي مشرانواو ديني عالمانو د ښځو د ولور د كمولو پريكړه وكړه، قومي مشرانو تړون وكړ چې له دې ورسته به د ښځې مهر دوه سوه پنځوس زره افغانۍ وي او مهمه يې داچې هيڅوك به په بدوكې نجونې نه وركوي، ځايي خلك دې هوكړې ته ورسيدل چې كه څوك له يادې پركړې سرغړونه وكړي، نو په قوم به شړل كيږي، او عالمان به د هغوى د مړو جنازې نه كوي.
هغه غونډه چې په سيمه كې د بدو او سختو رواجونو د ختمولو او په دې برخه كې د تګلارې د جوړولو په موخه د سيمې مشهور ديني عالم مولوى ګلاب شاه حقبين په مشرى د متون په جامعه اسلاميه كې جوړه شوې د خوست مركز اړوند د مديخېلو، منګسو،كنډيو، لټكو، چولانو، اومتون سيمو د يني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانوپكې برخه اخيستې وه دوى په يوه اواز پريكړه وكړه چې له دې ورسته به په يادو سيموكې ټول هغه رواجونه ختموي چې په اسلام كې اساس ونه لري، ټولو په دې هوكړه وكړه چې نور به د ښځو ولور دوه سوه پنځوس زره افغانۍ وي او ترڅنګ به د مړو او نورو مراسموكې هم د دې جرګې پريكړې عملي كيږي، په همدې مهال په بدوكې د نجونو نه وركولواوپه سيمه كې د هرډول نشه يي توكوپه كارولو او خرڅلاو هم بنديز ولګول شو، د نورو په استازيتوب د سيمې ديني عالم مولوى عبدالرحيم بلالي وويل چې كه له دې وروسته څوك دا پريكړې عملي نه كړي نو څوك به د هغه كورنۍ مړو جنازه نه كوي، او په قوم به هم شړل كيږي.
د سيمې خلكو د دې پريكړې ملاتړ وكړ اوله مشرانويې وغوښتل چې د عملي كولو لپاره دې په هرسيمه كې استازي وټاكي، يوتن قومي مشرحاجي نورالدوله وويل چې كه دا پريكړې عملي نه شي نو د وخت په تيريدوسره به يې بيا مخنيوى ډېرګران وي، ځكه اوس د نوروسختو رواجونو ترڅنګ د يوه واده لګښت تر يوميليون افغانيو رسيدلى.
د ياده ولوده چې د ډېرولور او بي ځايه لګښتونو له امله ډېرخوستي ځوانان اړكيږي چې د پيسو لاس ته راوړلو په موخه عربي او نورو هيوادونو ته مخه كړي.
سټنډاپ: له دې وړاندې د خوست په صبريو، لګڼو او دوه منده ولسواليوكې ورته تړونونه شوي او تر ډېره بريده عملي شوي هم دي.