احمد لودين : كندهار
كندهار چي د هيواد د نورو سيمو په پرتله نارامه بلل كيږي او ددي ولايت په ښار او ځينو ولسواليو كي زياتو امنتي پېښو د زياتو امنتي سرتيرو او ملكي خلكو ژوند اخستى دى خو د تيري يوي مياشتي راهيسي دا ولايت د تيرو شپږو كلنو په پرتله ارم شوى او د پام وړ امنتي پېښه نه لري .
په كندهار ښار كې نژدي هره ورځ څو چاودني كېدي او ډير دولتي چارواكي او ځيني كسان د دولت سره د تړاو په تور وژل شوه خو په دې وروستيو كې د دولت د وسله والو مخالفينو غلچكي بريدونه هم كم شوي دي او د لويو امنتي پېښو څرك هم نسته .
دكندهار ولايت اوسيدونكي هم د روان امنتي حالت څخه خوښ دي او غوښتنه كوي چي امنتي سرتيري دي د امنيت د همداسي ساتلو دپاره نور هم ويښ اووسي .
دوۍ وايي چي په خپل وطن كي سوله غواړي نه وژنه او نه هم د چا ځورونه .
د كندهار امنتي چارواكي د امنيت د ښه والي لوى لامل د افغان سرتيرو سره د خلكو همكاري او د دوي تر منځ د لازمي همږغي راوستل بولي .
د كندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي بينوا ته وويل چي دا مهال خلكو خپله همكاري ورسره چټكه كړي او د افغان امنتي سرتيرو تر منځ همږغي هم هغه څه ده چي د امنيت په ښه والي كې يي مثبت رول لوبولى دى
د امنيت امر وويل چي د كندهار ښار او ولسواليو په شكمنو سيمو كې يي عمليات هم تر سره كړي او په ځينو سيمو كي لا روان دي څو د دولت د وسله والو مخالفينو پټن ځايونه هم له منځه يوسي .
كندهار چي د هيواد مهم ولايت دى او د طالبانو په واكمني كې د هغوى مركز وو وسله وال طالبان له همدي ولايت څخه خوځيدلي او بيا يې د افغانستان ډيري سيمي تر خپلي ولكي لاندي كړي نو اوس هم كندهار نړيوالو او خپله وسله والو طالبانو ته زيات اهميت لري ، شنونكي وايي چي دواړي ډلي خپله بريا په همدي ولايت كي ويني نو ځكه يې د هيواد د نورو سيمو په پرتله كندهار د جګړي مركز ګرځولى دى .
په دې ولايت كې درنو خونړيو چاودنو ، غلچكي بريدونو ، د ايساف ړندو بمباريو او خپل سرو عملياتو كندهاريان سخت ځورولي دي او د زيات شمير كسانو تر څنګ ددي ولايت مخور او ملي شخصيتونه هم د رواني جګړي قرباني سوي دي .