شک او بدګما نی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45965
محمدهارون فیضي
دخبریدو نیټه : 2011-11-24


انجونو خپل منګي ډک کړل او د ګودر څخه د کلي په لور روان سول، خو څانګي خپل منګی په لپو لپو ډکاوه او سترګو یی د دولت خان لاری څارلې، ډیره په غصه وه .
 له ځانه سره بونګېده.
( دا ځل خبری نه ورسره کوم ،دی هر وخت ناوخته راځی هیڅ کار یی پروخت ندی کړی نه لیدو ته پر وخت راځی او نه مې هم د پلاره سره د واده خبری پروخت کوی)
 څانګه په همدی فکرونه کی وه ،چی دولت خان له لیری یوم پر اوږه ښکاره سو کله چی رانږدې سو نو څانګي مخی ځینی واړاوه او مروره ودرېده، دولت خان د تل په څېرپلمې کولی او ویلې .
 (نن مې د اوبو وار و مځکه مې اوبه کوله )
( بس ده ستا په پلمو ښه پوهېږمه د دوو کالو راهیسی هروخت ناوخته راځی او همدا پلمې کوې )
 ( نه نن پلمه نه کوم خو بیا هم بخشنه غواړم )
څانګي چې د دولت خان سره ډېره مینه کوله وې ویل.
( دولت خانه ته پوهېږې چې زه ستا سره زیاته مینه کوم که می هر څه وځیروی اوپلمې راته وکړې بیا مې هم ستا په وړاندی مینه نه کمیږی)
 ( زه هم ستا سره ډیره مینه کومه څانګي، او ډیر ژر به دې د پلاره سره د واده خبری هم وکړم)
 *******
څه وخت وروسته د څانګی او دولت خان واده وسو او دواړو په ډیري میني سره خپل ګډ ژوند پیل کړ، دولت خان به په پټیو کی کار کاوه او څانګی به د کور کارونه تر سره کول او د څارویو روزنه به یی کوله. خو دولت به د کار څخه ډیر ژر ژر کورته راته او په همدې ورځ هم وختی کورته راغی او د سرای په انګړ کې پر کټ کښېناست او څانګی ته یی په ځیر ځیر کاته .
 څانګي ورڅخه وپوښتل.
( ولی وختی راغلې؟)
( کار ته مې زړه نه غواړی بس غواړم چی تل ستا په څنګ کې و اوسم )
( هو دا خو ښه خبره ده خو باید کار هم وکړې، د واده په کولوسره مو د انتظار شپې پای ته ورسېدې)
 ( نه زه غواړم چی تل ستا په څنګ کې و اوسم تر څو بل څوک رانه یونسی )
( دا ته څه وایی موږ واده کړی او زه یوازی ستا یمه زه د بل چا څنګه کېدلی سمه ما خو یوازې ستا سره مینه کړې ده او بس )
 ( هو زما سره دې مینه کړې نو د بل چاسره یی هم کولی سی)
( د خدای لپاره! داسی مه وایه زه بس ستاسره مینه کوم او ستا به یمه، په تا څه سوي دي؟ دا څنګه خبری کوې )
 دولت خان پر څانګی شک کاوه، ده فکر کاوه چی دا به د بل چاسره هم مینه کوی او دی به پرېږدی، ډیر پریشانه و او تل به له کاره وختی کورته راته او څانګي ته به ډیر متوجه و .
 څانګه هم د ده له خبرو ډېره پریشانه سوه، د کور فضا بی خونده سوې وه شپې او ورځی د بی اعتمادی په فضا کې تېرېدلې.
 یوه شپه ناوخته دولت خان له خوبه را پورته سو تر څو اوبه وڅښی،ګوری چی څانګه په خونه کې نسته حیران سو او په فکرونو کی ډوب سو چی دا به چیری تللې وی، دولت خان سهار د څانګي څخه وپوښتل خو څانګه منکره سوه د دولت خان شک لا زیات سو. بله شپه دولت خان د څانګی په چپلکو کې لږ څه خاوری ودوړولې تر څو د چپلکو په پښو کولو سره پوه سی چی دا د باندی وتلې وه، او خپل شک په یقین بدل کړی.
 څانګه بیا هم شپې ناوخته له ګوټې ووتله خو سهار دولت خان د دې چپلکو ته په کتو سره پوه سو چی دا د شپې وتلې وه نو ځینی یی وپوښتل.
 (چیری تللې وې؟)
خو څانګه بیا هم منکره سوه مګر د دولت خان وار وار پوښتنو مجبوره کړه، خو هغې یوازې دومره وویل چی.
 ( دا یو راز دی او باید راز پاتی سی.)
دڅانګی سر زوری د دولت خان بی اعتمادی لا نوره زیاته کړه او ټینګار یی کاوه چی پدی علت پوه سی چی څانګه د شپی لخوا چیری ځی او د چا سره وینی. خو څانګه پر خپله خبره ولاړه وه او ویل یې چی دا یو راز دی. دولت خان ډیر په غصه سو او په منډه کوټی ته ننوت توپک یې راواخیست ډېر قهرېدلی و، توپک یی د څانګی خوا ته سیده کړ او وې ویل.
 ( ووایه چیري تللې وې؟ د چا سره وینی ؟ )
( د خدای لپاره دا ته څه وایی زه ستا مېرمن یمه او د تل لپاره به ستایمه، ولی داسی خبری کوې)
 ( تا له واده مخکی زما سره مینه کړې وه نو اوس یی هم د بل چاسره کولی سې، ووایه د شپې ناوخته چیري ځې؟)
 دولت خان د توپک خوله د څانګې خوا ته واړاوه او په ډیر لوړ ږغ یی بیا وپوښتل.
( ووایه! دا راز څه دی ته د چا سره وینی؟)
پداسی حال کې چی خولې پرې راماتی وی او غاښونه یی چیچل لاسونه یی هم رېږدېدل د څانګي سترګو ته یی کتل ګوته یې پر ماشه کښېښودله تر لږ ځنډ وروسته یی ګوته کښکښله د ډز ږغ سو، هلته څانګه پر مځکه ولوېده دولت خان چې د څانګې سره ډیره مینه کوله ډیر وارخطا سوی و ورمنډه یی کړه او څانګه یی په خپل غېږ کی را پورته کړه .
 د څانګې لاسونه په وینو سره سول او سترګی یی پټی پټی کېدلې دولت خان ته یی وکتل او په ږړغونی ږغ یی ورته وویل
 ( زه یوازې ستاسره مینه کوم او بس)
دولت خان چی خپل حسواس یې له لاسه ورکړی و او اوښکی یی په سترګو کی ولاړی وی وویل.
( ته به د شپی ناوخته چیری تللې د چاسره دې لیدل ستا دې کار زما په زړه کې شک پیدا کړی و دا کوم راز دی ؟)
 هغې ورته وویل.
( لکه چې تا پرما شک وکړ نو زه ووېرېدم چې کېدای سی زموږ مینه نظر سوې پدې مقصد پیر بابا ته تللې وم او تعویز می واخیست پیر بابا د څه مودې لپاره د شپې ناوخته پرته له دې چې ته خبر سی د عبادت کولو هدایت راکړی و تر څو خپله بشپړه مینه بیا تر لاسه کړم )
 دولت خان چې د څانګې خبری واورېدې د خپل بدګمانی او شک کولو څخه پشیمانه سو او غوښتل یی څانګې ډاکټر ته بوزی خو څانګې ورته وویل.
 ( پرېمېږده چی د خپلی مینی په غېږ کی ساه ورکړم )
دولت خان هڅه وکړه چی هغه روغتون ته بوزې پدی وخت کې د څانګې لاس د ده له لاسه ولوېد او سترګی یی پټی سوې دولت خان په زوره نارې وهلی څانګې! څانګې! خو څانګې هیڅ ځواب ورنکړ هغې د خپل مېړه چې زیاته مینه یی ورسره کوله د بدګمانی ښکار سوې وه او د دې بې وفا او ظالمی نړی څخه د تل لپاره تللې وه .
 دولت خان چې د څانګې جدایی ونسوای زغملی د لېونو په شان به په کوڅو کی ګرځېده او هرې خواته به یی نارې وهلی ( زما څانګه چیری ده؟ زما څانګه چیری ده؟ هغه ولی نه راځی؟ زه یی په تمه یم زه مینه ورسره کوم.