پرتلاوت اوپرتعليم دقرآن کريم باندي اجرت اخيستل :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45975
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-11-25

فتوی نمبر (۴۸۸) . 

 مفتي   : 

 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   :  ډاکټر علي محمد / قندوز / أفغانستان  .

د قدر وړ د علم او پوهي خاوند محترم مولانا أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې مسؤل خالد صاحب ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ، د عاليقدر مفتي صاحب له درانه حضور څخه مي پوښتنه داده چي په أکثرو علاقو کي چي کله يو مسلمان وفات  سي نو بيا د هغه کورنۍ يو څو ملايان او طالبان په مزدوري راټول کړي د قرانکريم د ويلو دپاره چي ومرده ته يې ثواب ورسيږي او بيا و دوۍ ته ددغه تلاوت په وجه هغه أجرت او  پيسې ورکوي  ، نو ايا پر یو عبادت او تلاوت د قران باندي دارنګه پر ديني تعليم باندي پيسې اخستل د اسلام له نظره څه حيثيت لري  ؟ ستاسي د مهربانۍ په هيله  .

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :

 محترمه وروره ! د متقدمينو (مخکنيو) علمآؤ په قول خو أُجرَت أخستل هم پر طاعت باندي او هم  پر تعليم دديني أمورو حرام دئ  ، خو د متأخرينو (وروستنيو) علمآؤ په زمانه کښي يو مشکل پيدا سو چي تر اوس مهاله پوري هغه مشکل پسي زياتيږي  .
هغه مشکل دا ؤ چي د متقدمينو په زمانه کښي و علمآؤ ته د هغه وخت حکومتو له بيتُ المال څخه د دوۍ معاشي ضرورت ورپوره کوئ  ، او د متأخرينو په زمانه کښي له علمآؤ څخه د بيتُ المال ورکړي بندي سوې  ، نو دوۍ دا خطره محسوسه کړه چي تعليم د قرآن او د نورو ديني علومو ، او  امامت  او اذان به خلګ پر مخ پريږدي ، نو پدې وجه يې پر تعليم د ديني أمورو او پر اذان يا امامت باندي أجرت او پيسې اخستل جائز وباله .
کچيري و علمآؤ ته له بيتُ المال څخه عطاياوي بیرته شروع سي نو بيا أجرت اخستل پر مذکوره کارو باندي بيرته حرام دئ   .
پاته سو أجرت اخستل پر طاعت او عبادت باندي ، لکه تلاوت د قرآنکريم نودامطلقًا ناروا دئ  ، هم د متأخرينو په قول او هم د متقدمينو  . 
صاحب د «الجوهرة» ذکر کړيدي چي أجرت اخستل پر تلاوت د قرآن روا دئ ، خو علامه ابن عابدين شامي (رحمه الله) پخپله رساله  : «الابانة علی أخذِ الأجرة» کښي ذکر کړيدي چي د «الجوهره» دغه قول بې معنا او غير صحيح قول دئ   .
د مزيد تفصيل دپاره وګوره : «مجموعة رسائل ابن عابدين ص ۳۳۷»  .  
,والسلام ومن الله التوفيق