فتوی نمبر (۴۸۹) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي :
سيد عبدالرحيم أغا / سعودي /رياض .
ترهر څه له مخه و شیخ الحديث و التفسير جامع العلوم والفنون علامه أبوالفضل (حفظه الله) ته او د پښتنو او أفغانانو و نوموړي خدمتګار خالد هادي صاحب ته د نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، ځما له علامه صاحب څخه پوښتنه داده چي ما دا خبر اوريدلې ده چي د الله پاک او د انبياوو دارنګه د الله پاک او د هغه د اولياوو په منځ کښي يو خاص سر او راز موجود وي ، نو که څوک داسي ووايي چي خدايه ! ددغه سِر په برکت ځما فلانئ مشکل يا حاجت راحل کړې ، نو پدې کي خو به شرعًا کوم قباحت نه وي ؟
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره ! ابن قيم په کتابُ البدائع کښي له ابن عقيل څخه نقل کړئ دئ چي ده ويلي دي چي چا که داسي وويل چي د خدائ او د فلاني تر منځ سر سته نو په تحقيق سره دغه سړئ کافر سو ، او درواغ يې درته وويل ، او که يو څوک داسي ووايي چي : «أسألُکَ بالسِّر الذي بينَکَ و بينَ أنبيائکَ و أوليآئِکَ» نو دغه ويل د حماقت وينا ده .
او ابن جوزي (رحمه الله) د ابن عقيل دغه خبر رَد کړېده ، او ويلي يې دي چي مراد له سِر څخه هغه مستور او پټ عبادت دئ چي د خدائ يو نبي يا وَلي يې کوي او څوک له خدايه ماسوا نه وي په خبر ، دا د ابن قيم د کلام مضمون ؤ .
نو أصلي خبر داده چي د ابن عقيل دغه کلام باطل او غلط دئ ، د الله (جل جلاله) او د خدائ د أنبيآؤ په منځ کښي سِرّ سته ، دارنګه د خدائ پاک او د أوليآؤ په منځ کښي سِرّ سته ، او داسي دُعا څوک کولائ سي چي : «اللهُمّ انِّيْ أسألُکَ بالسِّر الذي بينَکَ و بينَ أنبيائکَ و أوليآئِکَ » .
او علامه خفاجي (رحمه الله) د تفسير بيضاوي په حاشيه (ج۱ ص ۷۲) کښي وروسته له نقله د مذکور کلامه ذکر کړيدي چي هغه شئ چي ماته ښکاره کيږي (يعني ددغه سِرّ په باره کښي) هغه دادئ چي مراد له سِر څخه اسمآء او صفات د الله (جل جلاله) دي ؛ ځکه چي الله پاک و ځينو نبيانو يا أوليآؤ ته پر ځينو داسي خاصو أسمآؤ يا صفاتو خپلو باندي اطلاع ورکوي چي و بل چا ته هغه نه وي معلوم ، لکه چي په صحيحو أحاديثو کښي داسي دُعا راغلې ده چي : «أسألکَ بکلِّ اسمٍ هُوَ لکَ استأثرْتَ بِه أو عَلّمْتَه أحدًا مِّنْ خلقِکَ » . دارنګه د خدائ تعالی په نومونو کښي اسم أعظم و هر چا ته نه دئ معلوم (يعني نو کوم چا ته چي الله پاک د اسم أعظم علم ورنصیب کړي نو دا يو سِر سو دده او د الله پاک په منځ کښي) .
والسلام ومن الله التوفيق ـ .