داستنجاءدکولواونه کولوصورتونه :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45977
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-11-25

فتوی نمبر (۴۹۰) . 

مفتي   :

  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   :  رحيم الله رحيمي /   دبـــــــــــۍ  .

السلام عليکم ورحمة الله ، خدای مو هميشه  پدغه ستر ديني خدمت کښي کامیابه او موفق لره ، محترمه ځما پوښتنه د اوداسه تر استنجا تعلق لري ، هغه دا چي په کومو صورتو کښي استنجا وهل سته او په کومو کښي نسته ؟ که جواب راکړۍ احسان به مو وي  .

 الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره ! پدې باره کښي قاعده داده چي کوم شئ چي د انسان له دوو معتادو لارو څخه خارجيږي په هغو کښی استنجآء وهل سته ، لکه بولي ، ګنګي ، مني ، مذي ، او وينه  .  ماسوا له باد او هوا څخه چي له انسانه خارج سي په هغه کښي استنجآء نسته  .
او کوم شئ چي د انسان له جسم څخه په غير ددغو معتادو لارو خارج سي   لکه وینه نوپه هغو کښي هم استنجآء وهل نسته  يواځي اودس دي وکړي  .

[الاستنجآء منَ البول والغائط والمذي والمني والدم الخارج من أحد السبيلین دونَ غيرها منَ الأحداث (تتارخانيه ج۱ ص ۱۰۰)  ] .
والسلام ومن الله التوفيق ـ .