له خوب څخه وروسته داوداسه استنجاءنسته :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45978
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-11-25


 فتوی نمبر (۴۹۱) .  
مفتي   : 

 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   : 

  احسان الله وردګ / هرات أفغانستان  .

و ستر ديني عالم فخر أفغانستان علامه أبوالفضل صاحب ،  او عاليقدر خالد هادي صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله  ، پوشتنه مي داده چي د خوب په وجه که يو څوک بې اودسه سي يا ددې په مثل د نورو شيانو په سبب چي اودس کوي نو ايا استنجآء به هم وهي که يا  ؟

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :

محترمه وروره !  د خوب په وجه چي اودس کيږي نو استنجآء نسته ، دارنګه  که يو څوک په ډکه خوله قئ ووهي يا رګ ووهي او يا باد ورڅخه خارج سي نو يواځي اودس به کوي استنجآء وهل نسته  .

[ولايسن الاستنجآء في حدث الريح والنوم (قاضي خان علی عالمګيري ج۱ ص ۳۲) / امدادُ الفتاوی علی الطحطاوي ص ۲۵]  .
والسلام ومن الله التوفيق  .