فتوي نمبر (۴۹۲)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتيه: حليمه ، جرمني
مولوي ابوالفضل صاحب اول درته نبوي تحفه وړاندي کوم السلام عليکم ، وروسته مي داسوال دئ چي پرامام حسن اوامام حسين رضي الله تعالي عنهما باندي دغه نومونه چاکښېښول؟ ـ
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم
محترمې په شواهدالنبوة کي په دې اړه داسي راغلي دي چي کله چي
د اسلام پر پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) باندي د امام حسن مبارک د تولد زيرئ وسو ، حضرت رسول أکرم في الحاله د فاطمة الزهرآء و کورته تشريف يووړئ ، حضرت أسمآء بنت عميس چي د حضرت حسن دايه توب يې کاوئ په داسي حال کښي چي حضرت حسن يې په يوه خرقه کښي پيچلئ ؤ دده مبارک په غيږ کښي کښيښووئ .
د إسلام پيغمبر دده مبارک په ښي غوږ کي اذان او په چپ غوږ کي اقامت وکړ ، بيا يې و حضرت علي ته وفرمايل چي کوم نوم دي پر ده باندي ايښئ دئ ؟ حضرت علي ورته وويل چي ما نه غوښتل چي ستا له صوابديد څخه پرته پر ده باندي نوم کښيږدم ، د إسلام پيغمبر وفرمايل چي زه نو بيا د الله (جل جلاله) و حکم ته ګورم .
په دې حال کي حضرت جبريل (ع) رالئ او وې ويل چي حضرت علي وتاته په مرتبه کي دهارون دۍ وموسي ته او د حضرت هارون (ع) اول ځوۍ شبر نوميدئ او د شبر معنی په عربي حسن دئ ، نو يې په دې وجه پر ده باندي د « حسن » نوم کښيښودئ همدارنګه چي
د اسلام پر پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) باندي د حسیین مبارک د تولد زيرئ وسو ،نو حضرت رسول أکرم في الحاله د فاطمة الزهرآء و کورته تشريف يووړئ ، حضرت أسمآء بنت عميس چي د حضرت حسين دايه توب يې کاوئ په داسي حال کښي چي حضرت حسين يې په يوه خرقه کښي پيچلئ ؤ دده مبارک په غيږ کښي کښيښووئ .
د إسلام پيغمبر دده مبارک په ښي غوږ کي اذان او په چپ غوږ کي اقامت وکړ ، بيا يې و حضرت علي ته وفرمايل چي کوم نوم دي پر ده باندي ايښئ دئ ؟ حضرت علي ورته وويل چي ما نه غوښتل چي ستا له صوابديد څخه پرته پر ده باندي نوم کښيږدم ، د إسلام پيغمبر وفرمايل چي زه نو بيا د الله (جل جلاله) و حکم ته ګورم .
په دې حال کي حضرت جبريل (ع) رالئ او وې ويل چي د حضرت هارون (ع) دوهم ځوۍ شبير نوميدئ او د شبير معنی په عربي حسين دئ ، نو يې په دې وجه پر ده باندي د « حسين » نوم کښيښودئ .
دده مبارک د تولد په اومه ورځ يې د عقيقې په نيت دوه پسونه حلال کړل او دده مبارک سر يې وروخريئ او د هغو وريښتانو په تاله يې سپين زر خيرات کړل ( کذا في روضة الشهدآء ص ۱۸۲ للإمام الکاشفي ) والسلام ومن الله التوفيق ـ