پریزیدباندی دلعنت ويلوحکم :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46096
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-12-02

فتوي نمبر (۴۹۴)
 
مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتي:. نعيم ، له هرات
 مفتي صاحب السلام عليکم ، زماسوال دادئ : پريزيدباندي لعنت  ويل راودي اوکه يا

الجواب ومنه الصواب

 نحمده ونصلي علی رسوله الکریم

وعليکم السلام محترمه پر يزيد باندي د لعنت ويلو د جواز په باب د علماوو او امامانو د أهل السنت والجماعت نظرونه :
مختلف دي  . 
په خلاصه  کښي چي په حنفي فقه کښي خورا معتمد کتاب دئ ، او دارنګه په احيآء العلوم کښي د امام حجة الإسلام ابو حامد غزالي داسي ذکر دي چي پر يزيد باندي او دارنګه پر حجاج بن يوسف باندي لعنت ويل روا ندي ؛ ځکه چي نبي (صلی الله عليه وسلم ) پر هغو خلګو باندي له لعنت ويلو څخه منع کړېده کوم چي لمونځونه کوي او له أهل قبلې څخه وي .
او ځينو علماوو د أهل السنت ، لکه امام ابن الجوزي ، امام أحمد بن حنبل ، قاضي ابو يعلی وغيره بيا په دې نظر دي چي علی الإطلاق پر يزيد « ملعون»  باندي لعنت ويل جائز دي  .
امام ابن جوزي په دې باره کښي مستقل کتاب جور کړئ دئ او په دې نامه سره يې مسمی کړئ دئ : الرد علی المتعصب العنيد المانع عن ذم يزيد  .
او امام أحمد بن حنبل (رح) بيا په دې آيت سره دليل نيولئ دئ چي الله (عز وجل) فرمايلي دي :
فهل عسيتم إن توليتم أن تُفسدوا في الأرض و تقطعوا أرحامکم الئک الذين لعنهم الله  .
او قاضي ابو يعلی په دې مبارک حديث دليل نيولئ دئ چي ر سول ( عليه الصلوة  والسلام) فرمايلي دي :
مَن أخافَ أهلَ  المدينةِ أخافَه اللهُ و عليه لعنة الله والملئکة و الناس اجمعين  .
( انظر النبراسَ و لمزيد التفصيل البداية والنهاية ج ۸ ) .
او علامة التفتازاني ( رحمه الله تعالی) په شرح العقايد کښي د « قول فيصل » په ډول داسي فرمايلي دي :
و الحق أن الرضا يزيد بقتل الحسين (رض) و استبشاره بذلک و إهانته أهل بيت النبي (صلی الله عليه وسلم) مما تواتر معناه و إن کان تفاصيله احادًا ، فنحن لا نتوقف في شانه بل نتوقف في ايمانه ، لعنة الله عليه و علی انصاره و علی أعوانه  .
البته د أحنافو د علماوو ميلان و دې طرف ته دئ چي پر يزيد باندي بايد لعنت ونکړ سي ، لکه چي د خلاصې خبر درته ذکر سوه  .
په « رشيد بيان » کښي لا هم داسي راځي :
لعنت مکړه پر يزيد       چي له رفضه شې بعيد
صاحب د نبراس په ص۵۵۴ کښي په دې اړه خورا په زړه پوري تحقيق کړئ دئ  .
ابن تيمية په خپله فتاوی کښي ذکر کړيدي چي د يزيد په اړه خلګ  درې ډلي دي : يوه ډله يې کافر بولي ، بله ډله يې فاسق او فاجر بولي او بله ډله يې تر حضرت أبوبکر هم بهتر بولي  ، خو صحيح خبره داده چي د مابين په قول عمل وکړ سي  .

والسلام و من الله التوفيق  ،