فتوي نمبر (۴۹۵)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتيه: نعيمه کابل ،
محترم جليل القدر ابوالفضل صاحب ، خدائ دي وکړي چي جوړاوروغ ياست ، زماپوښتنه داده چي دعاشوراءپه دغولسوورځوکي مسلمان بايددکربلادګرانوشهيدانوپه باب څنګه عکس العمل کوي ـ
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم
محترمومسلمانانودامام حسين اودکربلا دشهيدانو دمصيبت مراسم په هغه ډول ترسره کول لکه چي یې شيعه ګان ترسره کوي داداهل السنت والجماعت په مسلک کښي خصوصآ داحنافو په مذهب کښي ناروا اوله اسلام څخه وتلي کاردي ،البته دعاشوراء په ورځ دامام حسين اودکربلا دشهيدانو حالات بيانول يا په هغوئ کښي تأمل اوفکرکول اوپه نتيجه کښي ددي په زړه کښي دلسوزي اودردپيداکيدل اوترسترګو په غيري اختياري ډول اوښکي راتوييدل اوددوي په حق کښي دعاګاني اوخيراتونه کول داسلام له اصولواوله فروعوسره موافق اوصالح عمل دئ کوم څوک چي دغه کارهم بدعت سيئه ياناروا بولي نودادډيرنامرداوبي لاري انسان کاردئ .
البدایه والنهایه لابن کثیرج۸ص۶۰۰ روضه للامام الکاشفی ـ
والسلام ومن الله التوفیق