ديزیدپه باره کي بايدڅنګه عقيده ولرو؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46098
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-12-02


فتوي نمبر (۴۹۶)
 



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتيه: حبیبه تنها ـ

علامه ابوالفضل صاحب روغ اوجوړواوسي ، زماستاسوله حضورڅخه يوه سوال دئ هغه داچي ديزیدپه باره کي موږڅرنګه بايدعقيده ولرو؟

الجواب ومنه الصواب

 نحمده ونصلي علی رسوله الکریم

محترمي د يزيد په باب به ځيني أهم او ضروري داسي تفصيلات درته ذکر کوم چي د أهل السنت والجماعت له عقيدې سره موافق او د أهل السنت د علماؤ له معتبرو کتابو څخه مأخوذ دي  . نوله هغه څخه به داخبره ترلاسه کړې چي دیزیدپه باره کي څنګه عقېده ولرو ـ
محترمي !
يزيد په ۲۵هــ او چا ويلي دي چي په ۲۶هــ او چا ويلي دي چي په ۲۸هــ کي پيدا سوئ دئ ، او له خپل پلار معاويه څخه وروسته يې درې کاله او يو څو مياشتي امارت کړئ دئ ( کذا في جامع الأصول ) .
کوم قبيح او ناروا کارونه چي يزيد کول هغه په دې شرحه دي :
د شرابو چښل ، ارتکاب د زنا ، استحلال د محارمو  ، د الله (جل جلاله ) د بيتې بې ادبي کول  ، د مسجد نبوي بې احترامي کول وغيرها ( کذا في النبراس وحاشيته ) .
خو دغه ټول کارونه دده و درو عقل حيرانونکو فسادو ته دده ( العياذ بالله) لکه عبادت داسي ښکاره کيږي  :
اول  : په کربلا کښي د حضرت امام حسين (رضي الله تعالی عنه) په شمول دده مبارک د کورنۍ او مخلصينو ۷۳ نفره په داسي ډول په شهادت رسول چي د کافر زړه يې هم نسي برداشتولائ ، او بيا د امام حسين سر مبارک پريکول ، بيا دده و حضورته وروړل ، او يا دده مبارک سر د حلقې او مجلس په منځ کي چښل چا و خوا شراب ورته چښل لکه چي تفصيل يې په تيره برخه کښي تير سوئ دئ .
دوهم  : کله چي د مدينې منورې خلګ دده په مقابل کښي ودريدل ،  نو ده و خپل فوج او عسکرو ته پر مدينه باندي د حملې کولو حکم ورکړ ، او دايې ورته وويل چي درې ورځي مدينه و تاسي ته حلاله ده ، هر څه  چي په مدينه کښي کوۍ درته اجازه ده  ، چي په نتيجه کښي يې ۱۰۰۰ ښځي د مدينې د اوسيدونکيو ددوۍ له زناکارۍ څخه حملداري سوې ، سره له دې چي په مدينه منوره کښي د أصحاب کرامو کورونه هم موجود ول  .
 دريم  : د عبد الله ابن زبير ( رضي الله عنه) په مقابل کښي د الله (جل جلاله) پر حرم او کعبه شريفه باندي و خپل فوج ته حکم ورکول او بيا هغه تر سره کول  ( انظر البداية والنهاية ، تاريخ طبري وغيره )
والسلام ومن الله التوفيق ـ