د لخدار ابراهيمي سره دبي بي سي مرکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46126
سيدحسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2011-12-04

 

داود جنبش :
بي بي سي، پښتو :

د هغو نړيوالو څېرو په ډله کې چې د بُن تر لومړي کنفرانس وروسته په افغانستان د ټيکارو د راوستلو چاره ورسپارل شوې وه، يو هم الجزايري ديپلومات لخدار ابراهيمي هم وو.

د دويمې غونډې په درشل کې ښاغلي ابراهيمي په افغانستان کې د خپل کار پر نيمګړتياو او ستونزو له بي بي سي سره غږېدلی دی. ښاغلی ابراهيمي وايی هغه مهال د پخلاينې فرصت له لاسه ووت چې اوس يې جبران هم افغانستان او هم نړيوالې  ټولنې ته ډېر ګران دی.

له ښاغلي ابراهيمي نه پوښتل شوي چې تاسې د بُن لومړۍ نړيوالې غونډې ته د طالبانو رابلل هم تېروتنه بللې. ايا کېدای شوی د جګړو په هغه سخت پړاو کې د هغوی سره سوله شوی وای؟
ځواب :
څه چې ما ويلي هغه دا دي چې : د دې کار امکان نه وو. ټيک لکه هماغسې چې تاسو وويل. شونې نه وه چې طالبان د بُن کنفرانس ته راشي. خو تر کنفرانس سملاسي وروسته د هماغه ډېسېمبر په مياشت کې موږ افغانستان ته ستانه شو او بايد هغوی مو لټولی وای چې څه شول؟ چېر ته ولاړل؟ او په مغزو کې يې څه ورګرځي؟

او که چېرې د هغوی زړه کېدای، نو موږ بايد ورته ځای ورکړی وی او دا هغه څه دي چې ونه شول. ما هېڅکله هم دا نه دي ويلي چې د هغوی نه رابلل يوه تېروتنه وه. ځکه له هغوی سره جګړه روانه وه او هېچا نه غوښتل چې غونډې ته راوبلل شي.

سربېره پر دې هغوې هسې هم غونډې ته نه راتلل. کومه تېروتنه چې موږ کړې ده، هغه دا ده چې له ځانه سره مو دا سوچ ونه کړ چې ((هو))، هغوی پرزول شوي خو دي، خو تسليم شوي چېرې هم نه وو، هېچا ته.
دوی مخکې د هېواد نوي پر سلنه واک چلاوه، خو څه شول؟ چېرته ولاړل؟ او په مغزو کې يې څه ګرځېدل؟ او ايا امکان وو چې په نوي تشکيل کې هغوی ته هم ځای ورکړل شي؟ خو ولې له دغه امکان نه ښاغلي ابراهيمي ګټه وانه خېستل شوه؟
ځواب :
ځکه چې ټولو هم امريکايانو، هم ايرانيانو، هم هنديانو، هم روسانو او البته چې شمالي ټلوالې چې اوس يې د افغانستان د ډېرې خاورې ولکه بيرته ترلاسه کړې وه، نه غوښتل ان تر دې چې د دغسې يو امکان پر شته والي هم خبرې وشي.

تاسې هڅه وکړه ؟
ځواب :
هو، ما دا خبره راپورته کړه. ما پوښتنه وکړه چې طالبان څه شول؟ ولې ځان پوه نه کړو چې هغوی څه وايی؟ خو هېچا هم له دې خبرو سره مينه ونه ښوده.

ستاسې يو همکار او نړيوال ديپلومات فرانسيس وينډرل موږ ته وويل لس کاله مخکې چې کومه تېروتنه شوې وه هغه دا وه چې شمال ټلواله بيرته واکمنه شوه او ستاسو پټکې او د هر څه څښتنه وټاکل شوه. البته هغوی نه غوښتل چې د طالبانو سره خبرې وشي. تاسې له دې سره موافق ياست؟
ځواب :
هو، کاملاً. هېره نه کړو چې امريکايانو خپلې بمبارۍ په اکتوبر کې د بُن تر کنفرانس ډېر له مخه پيل کړې وې او همدوی ول چې شمالي ټلوالې ته يې وسلې ورکړې، تمويل يې کړل او تر شا يې ودرېدل. او شمالي ټلواله په عمل کې د امريکايي بمباريو تر چتر لاندې راورسېده او چې څو د بُن غونډه پيلېده، دوی لا وختي د چارو واګې تر ګوتو کړې وې او مرحوم برهان الدين رباني دې خدای وبښي تر هغو چې موږ کابل ته ورتلو، د واک پر څوکې يې ډډه لګولې وه او فهيم، قانوني او دا نور يې پر شاوخوا راټول شوي ول.

هو، سمه ده چې امريکايانو دوی واکمن کړل او په عمل کې يې ټول هېواد تر ګورټ لاندې کړی وو، بله لار د دې بديل څه کېدلی شوای؟
ځواب :
د حقايقو تر ليدو وروسته د بديل په اړه خبرې کول اسان دي. دا هغه څه دي چې پېښ شول، خو زه وايم کله چې شمالي ټلواله له واکه وشړل شوه. دوی به تل له طالبانو سره د خبرو پر اړتيا ټينګار کاوه، خو اوس يې له طالبانو سره خبرې نه غوښتې. فکر کوم چې د ټلوالې ملګرو هغو چې دوی ته يې مرستې ورکولې بايد دا مشوره هم ورکړی وی چې له طالبانو سره همدا اوس سوله د بل راتلونکي وخت پر پرتله د دوی په ګټه ده او تر دې هم مهم دا چې د ټول افغان ولس په ګټه ده.

خو پخوانۍ شمالي ټلواله اوس هم له خبرو سره مخالفت کوي او وايی چې هر ډول خبرې دې يوازې له پاکستان سره ترسره شي. ځکه چې طالبان د پاکستان د لاس آله دي. ايا فکر کوئ چې افغان لانجه د پاکستان سره په خبرو غوڅېدلای شي؟
ځواب :
پاکستان يو خورا مهم لوبغاړی دی. په دې کې هېڅ شک نشته چې هغوی بايد په دې بهير کې راښکېل وي، خو فکر کوم چې دا افسانه نوره زړه شوې ده چې طالبان نور نشته. طالبان يوازې د پاکستان د لاس آله ده او داسې نور. فکر کوم هغوی په نوي يمو کلونو کې ثابته کړې وه چې دا خبره سمه نه ده.

طالبان افغانان دي. دوی په اول کې لکه د شمالي ټلوالې او نورو په څېر د روسانو پر خلاف جنګېدلي وو، خو دا هم سمه ده چې دوی له پاکستانه ملاتړ ترلاسه کړی او اوس يې هم ترلاسه کوي.

دوی يوه څرګنده او مهمه افغاني ډله ده. البته چې د پاکستان سره خبرې ضروري دي، خو تر ټولو لومړی بايد د طالبانو سره خبرې وشي. او اوس چې د پاکستان خبره ده، فکر کوئ چې د افغانانو له خپلمنځيو خبرو سره جوختې امريکا هم له پاکستان سره جرګه شي او ايران دې هم راښکېل شي.

په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره ستاسې له نظره د نړېوالې ټولنې د ښکېلېدو ارزښت په څه کې دی؟
ځواب :
دلته څو کړۍ دي. يوه يې طالبان او نورې افغاني ډلې دي چې شمالي ټلواله هم پکې راځي. دا هغه لومړۍ کړۍ ده چې موافقه پکې بايد په پوره زغم سره راولټول شي. دويمه کړۍ ګاونډيان دي. شک نشته چې ايران هم يو مهم لوبغاړی دی او پاکستان هم يو مهم لوبغاړی دی.

يوه بله هم شته چې زه يې نژدې ګاونډي بولم او په ځانګړي ډول هند پکې راځي. دغه راز ترکيه، سعودي عرب او روسيه هم خپلې خپلې ونډې درلودلای شی. په دې ډول نو خبرې يو پېچلی بهير دی. دا يوازې د افغان حکومت او د طالبانو او يا د طالبانو او امريکايانو ترمينځ ساده ناسته او جرګه نه ده. فکر کوم چې دلته خورا ډېرې ښختې شته چې د يو او بل ترڅنګ اېښودل غواړي چې په ګډه ترې يو څه راجوړ شي.

هو، سمه ده د افغانستان ډېره خاوره لکه څنګه چې تاسو وويل په سلو نوي يا پينځه نوي د طالبانو په لاس کې وه. سمه ده چې هغوی امنيت ټينګ کړی وو، خو ټول ترې خوښ نه ول. هغوی د ښځو حقونه وځپل. د نارينه وو ځينې حقونه يې هم تر پښو لاندې کړل.

خو ايا فکر کوئ چې طالبان اوس نور شوي او له دې لسو کلونو يې يو څه زده کړي دي ؟
ځواب :
ما ته پته نشته، خو ايا شمالي ټلوالې له دې نه درس اخېستی دی؟ ايا دوی هڅه کړې ده چې په افغانستان کې په شمال کې، په جنوب کې، په ختيځ کې يا په لويديځ کې، هر څوک له ځانه خوشاله وساتي؟ دا ښه پوښتنه ده چې له هغوی نه وشي.

هو، خو زه تاسو پوښتم چې ايا طالبان بد ول؟ څه چې ما ويل دا دي چې د طالبانو په واکمنۍ کې ځينې خوښ نه ول.

دې ټولو ډلو له خپلو خلکو سره ډېر ښه نه دي کړي، خو د هغوی شته والی يو واقعيت دی او سوله يوازې له ښو کسانو سره نه کيږي. مجبور ياست چې له بدو سره هم سوله وکړئ. او له بده مرغه ستاسو په هېواد کې د بدو کسانو شمېر تر اندازې ډېر دی.

يوه بله موضوع ښاغلی ابراهيمي دا ده او لکه دا پرون موږ ته را په ياد دي چې تاسو په کابل کې وئ او ويل مو چې عدالت هېر کړئ! د هغو کسانو د محاکمې وخت اوس نه دی چې په تېرو دېرشو کلونو کې يې بد کارونه کړي دي. ځکه چې موږ ټيکاو يا ثبات ډېر ارزښت لري. تاسو ويل چې دا مسايل به هغه مهال څېړل کيږي چې يوځل په هېواد کې ثبات راشي.
 
لس کاله تېر شول، ثبات رانغې او چې رانغې، نو هغه کسان چې جنګي جنايتکاران بلل کېدل هېواد ته ډېره نوره بدمرغي هم راوړه، داسې نه ده؟
ځواب :
دا رښتيا ده. لومړی خو دا چې ما نه دي ويلي چې عدالت هېر کړئ، خو تاسو عدالت وځنډاوه.

په ۲۰۰۲ کال کې موږ بيخي دا وسه او وسايل نه درلودل چې د عدالت غم وخورو. دغه کسان چې خلک يې د محاکمې غوښتونکي وو د هېواد واکمن شوي ول. لا هم دي.

هو، لا هم دي. له افغانستانه د وتلو دا دی زما ډېر کلونه تېر شول، خو هغوی لا هم واکمن دي. ولې؟

خلک به وايی چې ګوندې زما حماقت يا ښايي له دغو جنګسالارانو سره زما خواخوږي د دې سبب شوه چې د عدالت مخه ونيول شي. خو زه اته کاله وشول چې تللی يم، څه شوي دي؟ دا خورا ګران کا وو. څه چې وشول هغه دا دي چې هغوی اوس ځانته له هر ډول عدلي تعقيب نه معافيت ورکړی دی.

په بُن کې يې دا کار ونه شوای کړی. هغوی غوښتل چې دا لايحه د بُن غونډې ته وړاندې کړي. زه چې هلته وم چا ورسره دا ونه منله. دوی غوښتل چې په اساسي قانون کې دا خبره راولي او چې زه هلته وم، دا کار يې ونه شو کړی، خو په پارلمان کې يې دا کار د ځان لپاره وکړ. خو دا هغه مهال وو چې زه نور وتلی وم.

څومره تاسې په افغانستان کې د سولې ټينګېدو ته هيله مند ياست؟
ځواب :
زه خورا ناخوښه او خواشينی يم. زه کلک په دې باور يم چې په نړۍ کې داسې ستونزه نشته چې غوڅه دې نه شي. خو خبره دا ده چې څومره سياسي اراده شته؟ هره خوا څومره زيار باسي چې د حل يوه لاره وموندل شي. زه دغسې يوه سياسي اراده په هر ځای کې نه وينم.

ايا له افغان ولس سره د مرستې لپاره ټول په جدي ډول د ګډې همکارۍ غوښتونکي دی او کنه؟

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو يو پخوانی ځانګړی استازی لخدار ابراهيمي وو چې د طالبانو سره د جوړجاړي، افغانستان کې د عدالت د پلي کېدو او د ټيکاو د راوستو د امکاناتو په اړه غږېده. داود جنبش دغه مرکه وړاندې کړه.

په درنښت