دا ځل په لندن کې د افغان فرهنګپالو دېره د دې ښار په لودیځ کې د ایمل پسرلي خونې توده کړې وه.
دغونډې ګډونوال چې په تېرو لسو کلونوکې یې د پښتو ادب په څرنګوالي بحث کاوه دغه کسان وو:
اکبرکرګر، داود جنبش، ایمل پسرلی، سیال شینواری، غلام محمد کامه وال، سپين تڼی، نظیف الله تکل، فدا محمد نظري، وکیل سوله مل شینواری، جوهر، افضل ټکور او ولي ناروغ.
کوربه ایمل پسرلي قلم او کاغذ سپین تڼی ته ورکړل اوهغه ته د غونډې چلول ورپه غاړه شول. سپين تڼی په پیل کې له اکبر کرګر نه وغوښتل چې خپلې خبرې پيل کړي.
اکبر کرګر دهمدې ناستې لپاره مقاله لیکلې وه . ښاغلي کرګر پيل لدې وکړچې مقاله یې پیلامه ده او د فهرست او رفرنس حیثیت لري. په مقاله کې د افغانستان دوې وروستۍ پيښې یادې شوې وې او په پښتو شعر یې اغیزې ته اشاره شوې وه . یو د روسانو او بل هم د امریکاییانویرغل.
په شعر د افغانستان د ننه پيښو اثر او له هغه نه بهر اوسیدونکو افغانانو اغیز ته پکې اشاره شوې وه. پوره مقاله دلته را اخلو.
(دپښتو دمعاصر شعر لورى اوتگ لورى)
پښتو شعر دافغانستان په جارې پيښو کې لکه دسياسې اوټولنيزو پيښو دسيورې بڼه لري چې ددغه پيښو تر شاه روان اودماسپښين دسيوري په توگه له پيښو هم ستر اوڅو چنده مالوميږي ۔ که له يوې خوايي پيښوته انعکاس ورکړی نو له بلې خوايي لارښوونکی اوالهام بښونکی رول هم درلودلی دی ۔ په دې ليکنه کې چې ديو نيوليک حيثيت لري په لنډ ډول وايو :
په نوې دور کې چی دسپتامبر له يوولسمي اويا په افغانستان کې داوسني حاکميت په جوړيدو پيل کيږي ۔شعر بيا دنويو پيښو دسيوري په توگه په حرکت راځي ۔ داوار کومې مسلې خلکو اوپښتنو ته مطرحې دي ۔ دپښتنو سپکاوی ٬ دترهگر په نوم ياديدل ٬ له حاکميته بې برخې کيدل ٬ تيت پرک والی ٬ دبهرنيو يرغل دمرکزيت نشتوالی اونور ډير مسايل وو چې دپښتون شاعر په احساساتو اوعواطفو کې يې حرکت وکړ۔
خو په دې لړکې بيا هم دوه عمده جريانونه په گوته کولی شو ۔ يو په افغانستان کې په دننه کې شعري جريان دی ٬ چې په مجموع کې ديو ډول سرغړاوي اوعصيان ژبه اوتون لري اوبل له افغانستان څخه بهر شعري جريان دې چې ددايسپورا يا دکډوالي شعر ورته ويلي شو ۔ په افغانستان کې معاصر اوسني شعري جريان هم په دوه برخو کې وينو يو په عام اوروښانفکرانه دريخ کې داوسنيو ناخوالو نقد اونيوکو ته ځير دی خو په دې لړکې ورځ په ورځ پاخه گامونه اخلي نوی ترکيبات نوی استعاري اونوي مفاهيم د دغه څپانده فکري سمند ر څپو ته داخلوي اوحرکت کوي ۔ اوبل هغه جريان دی چې داوسنۍ وضعي اوحالت سره په بربنډه اولوڅه توگه جگړه کوي ۔ دا شعر زياتره نظمي اوحماسي بڼه لري ۔ خوپه دواړو شعرونو کې يو مشترک ټکې دادی چې دافغانستان د۱۹ پيړۍ اساطيرې اتلان دسمبولونو په توگه بيا دشونډو سر ته راځي او حضور پيدا کوي ۔
داوسني شعرې جريان دريځ دټولني دحركتونو په بنياد
دتششت اوپراگنده گي غندنه
دتېرو حماسي اسطورو سمبوليك تكرار اونا خوښي
دپښتنو دتواميت اويووالي تنده
دملت كيدو په لور گام
دبهرنيانو په وړاندې سر غړاوى
خو دکډوالۍ په شعر کې مهم عناصر دوطني غربت اوجلا والي ٬
قهر نفرت اوبدې ردې ٬ تاريخ اوهيواد پالنه ٬ دپرديوالي احساس ٬ ژبه اوهنر باندي تمرکز کوي ۔
د ښاغلي کرګر ترمقالې وروسته ایمل پسرلي پوښتنه وکړه چې په مقاله کې یاد شوي شعرونه شعر دی که شعار.
د اکبر کرګر ځواب دا و چې دا نظمونه دي خو که ښه نظم هم د خلکو په خوله ډیر یاد شي نو بیا په شعار اوړي.
د ښاغلي تکل نظر دا و چې دې ته باید د شعر نوم ورنه کړل شي، ځکه شعاري بڼه لري او پښتو شعر او ادب ته زیان رسولی شي.
د ښاغلي کرګر ځواب داو چې دا شعرونه د ټولې افغان ټولنې ریښتونی استازیتوب نه شي کولی.
داود جنبش وویل اوس زموږ ټولنه د ناڅرګندتیا په حال کې ده او دا د تناقض یو بهیر دی. د خلکو سره د طالبانو تر نسکوریدو وروسته هیلې وې خو اوس نهیلي زیاته شوې ده او ځکه خو دا ټول په شعر کې انعکاس مومي.
ښاغلي جنبش د بي بي سي د یوه خبریال جان سمپسن لیکنه ولوستله چې په افغانستان یې د لسو کلونو وروسته حالت په اړه لیکلې ده. داود جنبش د شاعر نظیر احمد نظیر یو نظم ولوست چې یو یې دهیلې په هیله لیکل شوي و خوبل یې د نهیلۍ څرګندونه کوي او همدا د افغان ټولنې د ژوند تریخ حقیقت دی .
بیا د خبرو وار افظل ټکور ته ورسېد. د ښاغلي ټکور نظر دا و چې لس کاله د پښتو ادب لپاره اوږد پېر دی او ښه به دا وي چې پدې موضوع یو علمي سمینار را وبلل شي اوهلته پر شعر د پيښو منفي او مثبتې اغیزې وڅيړلې شي. افظل ټکور د اوسني پښتو شعر هغه بیلګې یادې کړې چې د ناخوالو سره د مبارزې څرګندويي کوي خو د هغه په ګومان لاهم په پښتو کې د ښه شعر بیلګې شته او هغه په پښتو شعر کې د نهیلۍ شتون نه مني.
ښاغلي ټکور دا هم وویل چې د انترنت، موبایل اوتخنیک له برکته پښتو ادب وده کړې ده او فورم یې هم مثبت بدلون موندلی دی. د بېلګې په توګه ټپیزه رامنځ ته شوې، هایکو او نور ادبي ژانرونه زیات شوي او له نړیوال ادب سره یې پيژند ګلوي پیدا شوې ده. شاعران زیات شوي دي او د شعرونو کیفیت یې هم بد نه دی. لنډه دا چې د جګړې له ناخوالو سره سره پښتو شعر وده کړې او پوخ شوی دی.
وروسته سپین تڼي له ایمل پسرلي نه وغوښتل چې په تېرو لسو کلونو کې د پښتو د کیسو او نکلونو په څرنګوالي وغږیږي.
ښاغلي پسرلي وویل چې په تېرو لسو کلونو کې پښتو کیسه لیکوال زیات شوي ، کیسې را لنډې شوې اود محتوا اومظمون له پلوه شتمنې شوې دي. هغه زیاته کړه دروسانو دیرغل پرمهال کیسې اوږدې وې خو اوس هغوی دژوند وړې شیبې انځوروي. د بیلګې په توګه د احمدشاه پاڅون او نصیر احمد لنډې کیسې .
دښاغلي پسرلي باور دادی چې اوس لنډې کیسې د شکل ، تخنیک او مظمون له مخې ښې شوې دي. دروسانو د یرغل پر مهال ډیر لیکوال له صحنې بهر وو خو اوسني لیکوال په ډګر کې دي اوپيښې په خپلو سترګو وینې اوهغه انځوروي. بله مهمه خبره داده چې له دوی سره د وینا ازادي هم مرسته کړې ده، سانسور نشته اوهرڅه چې یې زړه غواړي لیکلی یې شي.
وروسته بیا ولی عبدالله په وروستی لسیزه کی د هنر د اوو څانګو او په افغانستان کی مطبوعاتو تراکم او زیاتوالی ته په اشاره سره وویلی چی دا درسته ده چی په افغانستان کی د رادیویی او تلویریونی شبکو زیاتوالی ښه خبره ده ، اما مطبوعاتی ګډوډیو ونشوګولای چی د هنر او ادب په برخه کی یو مثبت او ملی خوځښت را مینځ ته کړی ـ خو برعکس د هنر او ادب په برخه کی ابتذال او خرافاتو سوچه هنر او ادب ته زیات زیان رسولی دی ، په وروستی لسیزه کی په افغانانو کی زیات شمیر نویو ځلانده ځوانو ستورو سر راپورته کړی چی مطبوعاتی شبکو لاتر اوسه هم دغه ځوانان خپل ملت ته ندی ورپیژندلی .
ولی عبدالله په وروستی لسیزه کی د حکومتی ـ دولتی هڅو تر څنګ د افغانستان په ګوټ ګوټ کی د ولس شخصی اد بی ټولنو ، شخصی او محلی مطمبوعاتی خپرونو ، انټرنت پاڼو کار او زیار د افغان ولس په زړونو او فکرونو کی نوی هنری ادبی نیالګی وباله چی راتلونکی نسل به یی خامخا ثمر اخلی ، او خپلی خبری یی د هنری او شعاری اشعارو د علت او معلول په څرګندولو سره پای ته ورسولی.
ورپسې د خبرو وار نظیف الله تکل ته ورسېد. نوموړي په تېرو لسو کلونو کې له پرتو ننګونو سره سره دا یاده کړه چې په دې موده کې هومره اثار او کتابونه چاپ شوي چې په تېره یوه پيړۍ کې هم نه دي چاپ شوي. مشاعرې او ادبي ټولنې زیاتې شوي اوپخې شوې دي. د ښاغلي تکل په باور تېرلس کلونه دپښتو شعر او ادب لپاره دځوړ نه بلکه دغوړیدا کلونه وو.
فدا محمد نظري وویل چې تیر لس کلونه د هغه ترپخوا زمانې عکس العمل دی. د ډموکراسۍ تر لیسزې وروسته منځ ته راغلي رژيمونه ټول بیخونده وو او ازادي پکې نه وه، سانسور و او ځکه خویې د مطبوعاتو اوادب لپاره ګټور نه شو بللی. د په اصطلاح کمونیستانو او مجاهدینو ترنسکوریدو وروسته طالبانو پرمهال هم ډیرڅه ندي شوي او هومره ازادي هم نه وه، خو ایمل پسرلي لدې سره مخالفت وکړ اوزیاته یې کړه چې د طالبانو پرمهال زیاته ازادي وه او شاعرانو کولی شول په خپلو شعرونو کې هر څه ووایی.
غلام محمد کامه وال چې نوی له کابله راستون شوی و، په افغانستان کې په مشاعرو، غونډو او ادبي بهیرونو وغږید او زیاته یې کړه چې شعر په ټولنه کې محبت اوسوله راولي اود جګړې لمن ور ټولوي، خوپه افغانستان کې لس کلنې جګړې دا هرڅه اغیز من کړي دي، نوځکه مو شعرونه هم حماسي دي او دوخت څپيړې یې پرمخ خوړلې دي. خو دښاغلي کامه وال په ګومان له دې ټولو سره سره ښه شعرونه زیات شوي دي.
بیا د خبرو وار عبدالوکیل سوله مل شینواري ته ورسید او ویی ویل چې په ټولنه کې ادبیات تل تراژيدۍ منعکسوي او زموږ پدې تېرو لسو کلونو کې تراژیدۍ کمې نه وې نو شعر مو ځکه تراژیک دی. خو د ده په ګومان پدې مهال کې نوي فورمونه رامنځ ته شوي دي. زیاتو میرمنو د شعر، ادب او کیسه لیکنې میدان ته وردانګلي دي.
اوس افغانستان په هنر او ادب کې یوه نړیوال شهرت ته رسیدلی دی او زیات اثار ژباړل شوي دي. خو نه حکومت اونه هم ادبي ټولنو د لیکوالو د پيژندګلوۍ لپاره ډیرڅه نه دي ترسره کړي. اوس په ټولنه کې د ارزښتونو د پيژنګلوی بحران دی. دغونډې په پای کې ښاغلي سوله مل همدا خبره وکړه چې سینما په کمي لحاظ وده کړې خوپه کیفي لحاظ نه.
د سپین تڼي دلیل داو چې پښتو سینما په نشت حساب ده، په انټرنټ کې پښتانه ډيرڅه نه لیکي، که شعرونه مو دنړیوالو ځواکونو خلاف دي نو هغوی دهمدغه شعر له دریځه داقضاوت کوي چې دښمنان مو پښتانه دي، پکار ده چې لوستي پښتانه دا ور وپوهوي چې داسې نه ده اودویکپيډیا په ګډون په نورو سایټونوکې لیکنې وشي اوپښتانه د سوله دوستو په توګه نړۍ ته ور وپيژندل شي. که ژوند و، نو بله ادبي ناسته دې ته کتنه کوي چې په تېر کال کې په پښو ادب کې څه شوي دي.