دحافظې دقوت اوضعف اسباب :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46166
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-12-06


فتوی نمبر (۴۹۷) . 


مفتي   : 

 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   :   بي بي حفصه طالب العلمه /سعودي /رياض  .

د عاليقدر علامه أبوالفضل (حفظه الله) و حضورته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، الله تعالی مو هميشه د دين په خدمت کي مشغول لره ، ستاسي محترم څخه مي پوښتنه داده چي د انسان حافظه ياني د ياد قوه په چشي سره کمزورې کيږي او په کوم شي سره زوروره ګرځي ؟ که پدې اړه رهنمايي راته وکړۍ ډیره مهرباني به مو وي . والسلام

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :


محترمې حفصې  !  د نسيان يعني د ياد د قوې د کمزورۍ اسباب دوه قسمه دي :  يو قسم  ظاهري او جسماني اسباب دي ، او بل قسم باطني او روحاني دي  .
کوم چي جسماني اسباب دي نو د هغو له جملې څخه يو کسَل دئ ، يعني کهالي او  سستي چي په بدن د انسان کښي پيدا سي  .
او دوهم سبب کثرت  او ډيروالئ د بلغمو دئ  ، غالبًا د انسان به بدن کښي سستي او کهالي هم د بلغمو په وجه پيدا کيږي ،  او د بلغمو ډير والئ  بيا  د ډيرو اوبو له چښلو څخه غالبًا پيدا کيږي ، او د ډير چښاک خواهش بيا د ډير خوراک کولو څخه منځته راځي  .
دريم سبب د نسيان او د کمزورۍ د حافظې دادئ چي د انسان شغل او تعلقات ډير سي .
څلرم سبب يې دادئ چي د تريو سيب خوراک چي انسان کوي نو دا هم د حافظې د کمزورۍ سبب ګرځي .
پنځم سبب يې کتل و هغه چاته دي چي په دار راځړول سوئ وي  .
شپږم سبب يې د قبرو د تختو او ډبرو د ليک او نوشتې ويل دي   . ، دارنګه نور اسباب يې هم سته ، مثلا چي د اوښانو د قطار په منځ کښي څوک تيريږي ، يا ژوندۍ شپږي پر مځکه غورځوي ، يا پر څټ باندي ښکر ولګوي ، دا هم د حافطې د کمزورۍ له اسبابو څخه دي  ، دارنګه د  دنيا په أمورو کښي سوچونه او فکر بندول  ، په دنيوي مصيبتو او غمو کښي مبتلا کيدل هم د نسيان سبب ګرځي  .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
او روحاني سببونه د نسيان او د کمزورۍ د حافظې ګناوي او له شرعي أحکامو څخه مخالفت کول دي ، امام شافعي (رحمه الله) فرمايلي دي چي ما و حضرت وکيع (رحمه الله) ته د حافظې د بدۍ او کمزورۍ شکايت وکړ ، نو ده و ماته پدې خبره باندي ټينګار وکړ چي له ګناوو څخه اعراض کوه او ځان ورڅخه ساته ، يعني نو حافظه به دي سمه او قوي سي  .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
او کوم چي د حافظې د زياتوالي او د قوت سبب ګرځي نو ځيني مهم له هغو څخه پدې شرحه دي  :
(۱)  :  د علمي خبرو په يادولو کښي کوښښ او دوام کول  .
(۲)  : د خوراک او د غذا کمول  .
(۳) :   د وچي ډوډۍ استعمال  .
(۴) :   مسواک وهل  ؛ ځکه چي مسواک وهل په بلغمو کښي کمبود راولي ، حافظه قوي کوي او په خبرو کښي فصاحت پيدا کوي  .، فقهاوو (۷۰) يا (۷۲) فايدې د مسواک ذکر کړيدي  .
(۵)  :   پر نبي (صلی الله عليه وسلم) باندي درود ويل د حافظې په زياتولو کښي ډير قوي أثر لري .
(۶) :    صلوة تهجد کول  .
(۷)  :  و قرآنکريم ته په سترګو کتل او تلاوت کول ؛ ځکه چي پدې کښي جمع د دوو عبادتو راځي چي تلاوت او نظر دئ و قرآنکريم ته   .
(۹)  :   د عسلو [شهدو] چښل  ، او له برې او شکري سره کُندُر خوړل  .
(۱۰) :   يو بل ډير مهم شئ د حافظې د قوي کولو دادئ چي انسان هر سهار پر تش نس باندي يو ويشت دانې سرې وڅکي (هرتاوۍ) خوري ، او  دا د ډيرو نورو مرضو دپاره هم ښه علاج دئ  .
(۱۱) :   دارنګه هر شئ چي د بلغمو کونکئ وي  د هغه خوړل  .
[أنظر الطحطاوي شرح درالمختار  ج ۱ ص ۲۸ ]  . 
 والسلام ومن الله التوفيق ـ