يومتقي عالم پرزروعابدانوبهتردئ :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46168
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-12-06

فتوی نمبر (۴۹۷) . 

 مفتي   : 

ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   :   نثار أحمد نثار /تاجکستان  .

و  محترم مولانا أبوالفضل صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، خدای دي وکړي چي جوړ او روغ ياست ، له تاسي محترم حخه مي سوال  دادئ چي دغه خبر چي علماء کرام يې کوي چي يو عالم د فقه او ددين پر زرو عابدانو باندي بهتر دئ ، ددې خبري أصلي مأخذ چشي دئ ؟ ستاسي د جواب په هيله .

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :

محترمه وروره ! ددغي خبري مأخذ چي يو عالم د فقه او د دين پر زرو عبادتګذارانو باندي بهتر دئ هغه مبارک حديث دئ چي «دارِقطني» او «بيهقي» يې روايت کړئ دئ چي نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي  : «مَا عبد الله بشئٍ أفضل من فقه في الدين ، ولَفقيهٌ واحدٌ أشد علی الشيطانِ من ألف عابدٍ ، ولکلِّ شئٍ عمادٌ و عِمادُ الدين الفقه » [کذا في الشامي ج۱ ص ۳۰]   .
 يعني عبادت نه دئ کړ سوئ د الله پاک په هيڅ شي سره چي هغه دي بهتر وي له علم حاصلولو د دين ، او خامخا يو عالم د دين (يعني چي پرهيزګاره او متقي وي) ډير سخت دئ پر شيطان باندي له زرو عابدانو څخه  ، او هر شي لره يو ستون (ستنه ، کمبه) سته (چي پر هغه باندي ولاړ وي) او ستون د دين علم ددين دئ  .  
والسلام ومن الله التوفيق  .