دقرآن پاک دتلاوت اداب :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46169
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-12-06


فتوی نمبر (۴۹۸) . 


مفتي   : 

 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   :     بي بي خديجه  /هايلند  .

عاليقدر علامه أبوالفضل (دامت برکاته) ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ستاسي له محترم حضور څخه زما پوښتنه داده چي په شريعت کښي د قرانکريم د تلاوت دپاره  په شريعت کی کوم خاص ادبونه سته چي تلاوت کونکی بايد د هغو خيال وساتي  ؟ ستاسي محترم څخه د جوابه په هيله  .

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :

محترمي خوري ! په شريعت کښي د قرآنکريم د ويلو دپاره ځانته ادبونه بيان سويدي ، چي تشريح يې په لاندي ډول ده :
(۱)  :   تلاوت کونکئ بايد په زړه کښي دا خبره حاضره ولري چي اوس زه د الله تعالی سره د مناجات په حالت کښي يم  .
(۲) :   تلاوت کونکئ بايد په ځان کښي داسي کيفيت او حالت پيدا کړي چي ګواکي دَئ  الله (جل جلاله) ويني او هغه ته مخامخ دئ  ؛ ځکه بنده که څه هم الله پاک نه ويني ليکن الله خو يې ويني  .
(۳)  :    کله چي د قرآنکريم د تلاوت اراده وکړي نو اول خپله خوله بايد په مسواک سره پاکه او نظيفه وګرځوي  .
(۴)  :    تلاوت د قرآن بايد په اوداسه او طهارت سره وسي ، که څه هم دا خو جائز دئ چي د بې اودسۍ په حال کښي په ياد بېله مسه کولو د قرآن   تلاوت وسي  .
(۵)  :    تلاوت بايد په پاک ، نظيف او غوره ځائ کښي انجام سي  .
(۶)  :     تر څو ممکن وي تلاوت بايد په مسجد کښي وسي ؛ ځکه چي مسجد د نظافت مرکز دئ ، او د شرافت او کرامت ځائ دئ  ، او له دې سره سره د اعتکاف فضيلت هم په برخه کيږي  .
(۷)  :    تلاوت کونکئ بايد په خشوع ، ارام او سکون سره مخ وقبلې ته کښيني  ، که څه هم د ولاړي يا د پريوتو په حالت کښي جواز لري ، خو پر اول شکل باندي تلاوت سبب د زيادت د أجر او ثواب ګرځي .
(۸)  :      تلاوت   بايد د «أعوذُ باللهِ منَ الشيطنِ الرجيم» او «بسمِ الله الرحمنِ الرحيم» په ويلو سره شروع سي .
(۹)  :     د تلاوت په وخت کښي بايد تلاوت کونکئ خاشِع او حاضر وي ، يعني ظاهر او باطن يې دواړه متوجه وي ، يوې او بلي خواته نه ګوري ، جسم يې په حرکت کښي نه وي او په اطمينان عاجزي او سکون سره ناست وي  ؛ ځکه چي په همدې سره سينه خلاصيږي او زړه يې د تلاوت د أنوارو قبلونکئ ګرځي   .
(۱۰)  :   د تلاوت په وخت کښي بايد تلاوت کونکئ ژاړي ، او که ژړا نه ورځي نو د ژړا په ډول دي ځان کړي .
(۱۱) :     قرآن کريم بايد په ترتيل او کرار کرار وويل سي او په چټکي او تلوار سره نه وي  .
(۱۲)  :    د تلاوت په شروع او جريان کښي بايد په ټينګه له خبرو ، خندا ، او نورو عبث شيانو څخه اجتناب وسي  ، خو که د ضرورت پخاطر يوه خبره  وکړي نو پروا نلري  .
 (۱۳) :   د تلاوت په وخت کښي تلاوت کونکئ بايد د قرآنکريم د اياتو په معناګانو کښي مُتدبِّر او فکر وهونکئ وي ؛ ځکه چي د قرآن پاک له تلاوت څخه بنيادي او أساسي مقصد همدغه دئ  .
(۱۴) :   کله چي د الله پاک د نيکو بندګانو ذکر راسي نو بايد په زړه کښي دا دُعا وکړي چي خدايه ما هم له دغو نيکو بندګانو حخه وګرځوي ، او کله چي بيا د رحمت آيت راسي نو د الله پاک د رحمت سوال وکړي ، او کله چي د بدو انسانانو يا د الله پاک د عذاب ذکر راسي نو بايد تلاونکئ په زړه کښي داسي دُعا وکړي چي خدايه ما له دغو بدو انسانانو څخه مګرځوي ، او ستا له عذاب څخه ماته نجات راکړې  .

[الموسوعة  ج ۳۳ ص ۳۴تـــــــــــــا ۳۶]  .
والسلام ومن الله التوفيق ـ