فتوی نمبر (۴۹۹) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : قاري نصير احمد احمدي /افغانستان /جلال اباد .
تر هر څه له مخه و ديني او مذهبي رهنما ، د علم او پوهي مشعَل علامه أبوالفضل (حفظه الله) ته او د بينوا ادارې مسؤل او د ملت او قوم خادم خالد صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، له عاليقدر مولانا صاحب څخه مي پوښتنه داده چي بعضي وختونه يو څو ملايان او طالبان يا نور خلګ پر يوه ځای باندي ټول په لوړ اواز سره د قرآن تلاوت کوي ، نو ايا شرعا پدې کی کوم قباحت سته که يا ؟ ستاسي د جواب په انتظار .
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره ! د أحنافو او مالکيه ؤ په نزد دغه ډول قرائت د قرآن مکروه کار دئ ، يعني پدې ډول چي په يوه مجلس کښي دوه يا درې يا زيات نفر په يوه وار په جهر (لوړ اواز) سره قرآنکريم وايي ؛ ځکه چي پدې کښي د استماع او انصات ، يعني د اوريدلو او پټه خوله کيدلو ترک او پريښوول راځي ، دارنګه دغه ډول تلاوت سبب د ګډوډۍ په قرآئت کښي د يوه او د بل ګرځي .
[في غنية المتملي شرح منية المصلي ص ۴۹۷ طبع دار سعادت : يکره للقوم أن يقرأ القرآن جملةً لتضمنها ترک الاستماعِ والانصاتِ ، وقيلَ لا بأسَ به / حاشية الدسوقي ج۱ ص ۳۰۸ / و التبيان في ادابِ حملةِ القرآن ص ۱۲۸، ۱۳۴/ و مطالبِ أولي النهی ص ۵۹۷، ۵۹۸] .
والسلام ومن الله التوفيق .