فتوی نمبر (۵۰۰) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتيه : فاطمه زهراء ــ د قرآن حافظه / پاکستان /پشتونخوا .
د افغانانو د سر تاج ستر مذهبي عالم علامه أبوالفضل صاحب ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، له محترم مولوي صاحب څخه ځما پوشتنه داده چی د کوم چا چي قران پاک په ياد وي نو ايا په ياد تلاوت کول يې ثواب لري او که قران کريم ته په کتلو سره يې ثواب زيات دی ؟ د جواب په انتظار
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
کچيري حافظ حفظ د قرآنکريم پوخ کړئ ؤ ، او د حفظ د پخيدو پخاطر يې تلاوت نکوئ بلکي د ثواب په نيت يې کوئ ، نو بيا دَئ بايد په خپل ځان کښي وګوري چي ايا دَئ چي په ياد قرآنکريم وايي نو توجه ، حضور ، خشوع او عاجزي يې په تلاوت کښي ډيره وي ، او که يې په هغه صورت کښي خشوع او عاجزي ډيره وي چي و قرآنکريم ته ګوري او تلاوت يې کوي ، او کې په دواړو صورتو کښي حضور او عاجزي بې تفاوته دئ ؟
په اخيري صورت کښي له قرآنکريم څخه تلاوت کول أفضل دئ ؛ ځکه چي اجتماع (يوځائ والئ) د دوو عبادتو راځي : اول نظر و قرآنکريم ته او دوهم تلاوت .
او په اولو دوو صورتو کښي بيا هغه صورت أفضل دئ چي په هغه کښي دده د زړه حضور او د بدن خشوع او عاجزي ډيره وي .
[طحطاوي ج۱ ص ۲۸ ، ۲۹] .
والسلام ومن الله التوفيق .