که فرض کارپه ریاسره وسي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46288
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-12-12


فتوانمبر(۵۰۲)

مفتي :

سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ

مستفتي:عبدالحکيم
: زماپوښتنه داده چي فرضي عبادت په رياسره باطلیږی اوکه څنګه،

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره داسلام له نظره رياله ډېروهلاکونکوګناووڅخه ده اواسلام په دې باره کښي ډېرترحدوتلئ تاکيدکړئ دئ چي مسلمان بايدنېک عملونه بې ریااوپه اخلاص سره وکړي ـ
له فرضي عبادتوڅخه ماسوادارنګه له واجبواوسنتوڅخه ماسوابل هردخيرکارچي وي په ریاسره مطلقاباطليږي  البته په فرضي عبادتوکي لکه لمونځ اوزکات که څوک رياوکړي نونفس ذمه خوددغه  سړي په دغه ډول  عبادت کولوسره خلاصيږي خودځينوعلماووپه قول ثواب ددغسي لمانځه يازکات مثلاپرمخ باطل ګرځي اودځيني علماووپه قول اصلي ثواب دفرضي عبادت هم په رياسره نه باطلېږي خوبې ریاچي کوم عبادت وسي نوثواب يې لس چنده ورکړکيږي بياتراوه سوه چنده پوري اوپه راجح قول تردغه بالابودهم ثواب ورکړکېدلائ سي خوفرضي عبادت چي په رياسره وسي نواصلي ثواب يې سته خودوچنده ثواب لانه ورکړکيږي،لس چنده خوبيخي نه ورکړکيږي اودغه سړي له يوې بلي وجهي هم سخت ګنهګاربلل کيږي هغه داچي اخلاص په نېک عمل کي فرض دئ ده دغه فرض ترک کړل 

في ردالمحتار:ج،۱ص۳۲۳: ( لا رياء في الفرائض في حق سقوط الواجب ) أي إن الرياء لا يبطل الفرض وإن كان الإخلاص من جملة الفرائض
قال في مختارات النوازل وإذا صلى رياء وسمعة تجوز صلاته في الحكم لوجود شرائطه وأركانه ولكن لا يستحق الثواب والذي في الذخيرة خلافه قال الفقيه أبو الليث في النوازل قال بعض مشايخنا الرياء لا يدخل في شيء من الفرائض وهذا هو المذهب المستقيم أن الرياء لا يفوت أصل الثواب وإنما يفوت تضاعف الثواب ا ه
کذافي المرقاة،ج۱ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ