مفتي :
سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ
مستفتي:جاويدـ
زماپوشتنه داده چي سړي بل چاته ووايي چي مثلادنن ماځيګرفرض لمونځ وکړه نوزه به وتاته زرروپئ درکړم نودغه څوک راولاړسي دهمدغه ماځيګرلمونځ په دې نيت وکړي چي هغه زرروپئ ترلاسه کړي نوددغه لمانځه څه حکم دئ ؟
الجواب ومنه الصواب ـ
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه ددې حکم دادئ چي په دغه لمانځه سره ددغه سړي ذمه دماځيګرله لمانځه څخه خلاصه سوه اودهغوزروروپوحقدارنسي ګرځېدلائ کوم چي دده دپاره نوموړي چاذکرکړيدي؛ځکه چي پرواجب اوفرض کارسره څوک مستحق داجرت نسي ګرځېدلائ،البته ددغه لمانځه ثواب ياتضعيف دثواب باطل سوـ
في الدرالمختارعلي هامش الشامي :ـ
:قيل لشخص صل الظهرولک الدينارفصلي بهذه النية ينبغي ان تجزئه ولايستحق الدينارـ
وقال ابن عابدين : تحت ذالک القول :قوله ( قيل لشخص الخ ) قال في الأشباه وهذه المسألة ليست منصوصة في مذهبنا وصرح بها النووي وقواعدنا لا تأباها أما الإجزاء فلأنه لا رياء في الفرائض في حق سقوط الواجب وأما عدم استحقاق الدينار فلأنه استئجار على واجب ولا يستحق به الأجرة كالأب ـ
إذا استأجر ابنه للخدمة لا يستحق عليه الأجرة لأن خدمته واجبة عليه ا ه
والسلام ومن الله التوفيق ـ