مفتي :
سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ
مستفتي :عبدالله ـ
مخترم مولوي صاحب. .السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته هيله ده چي روغ اوجوړ به وي
زه يو پوشتنه لرم هغه داچي که يو سړي ته د مرګ په وخت کي د کلمي ويلو چانس پيدانشي لکه په ځانمرګي حملي کي مړشي
ايا دده انسان مرګ ځرنګه دي دده پخواني ايمان صحيح دي که نه
: الجواب ومنه الصواب ـ
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره الله جل جلاله دي زموږاوستاسي اودټولومومنانوخاتمې پرايمان اوسعادت باندي کړي کوم سړي چي په دغه ډول مرګ مړسي لکه چي تاذکرکړيدي وايمان ته دده هيڅ نقصان نه رسيږي،ي،سړي چي په وخت دمرګ کښي کلمه ونه وايي سره له دې چي په ناڅاپی مرګ سره هم مړنسي نوپه دې سره دده وايمان ته ضررنه رسيږي،البته خاتمه خومستوره ده که العياذبالله تعالي په دغه وخت کښي ياتردغه وخت له مخه له ده څخه داسي شی صادرسوي وو چي دايمان دزوال سبب ګرځېدئ نوهغه بياځان ته خبره ده ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ.
وسلام
فتوانمبر(۵۰۶)
مفتي :
سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ
مستفتي : abdulqadir.dilsoz
salam muly sahib ma tata yew war mukhky ham yew lik darta astawaly woo kho ta mata jawab ranakar ka ta ma pa dee war ke jawab ranakar no zabha da site bilkol paregdama kho pa har hal inshallah ta ba pa dee war kee ma bee la jawab na paregdy muly sahib zama kor wadana chee ma kala ham ra wada kary no ta yaqeen wokra chee pa yewa maraz khamakha da akhta wee pa kor kee ham ikhlas kawy korany shakhry ham na laro aw ham da kor halat ha da aw ham lomonz kawy aw da kor khizmat kawy naghiry ham na kawy pa mihrany sara taso mata kom rohany elaj rawohayee zaka za nor sakhat tang shwy yema la dee zawanda staso da jawab pa hilla
Wasalam
الجواب ومنه الصواب ـ
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره اول ستادګیلې په ارتباط بايدووايم چي تاسي ټول وماته ډېرقدرلرئ،دغه کومي ستړياوي چي دپوښتنوپه جوابوکښي يې موږتېروو په دې اميدچي الله جل جلاله راڅخه راضي سي اوستاسي مسلمانووروڼوديني خدمت وکړسي اوفايده درورسيږي خويو خوپوښتني ډيري وي بل په دې زمانه کي تاسي ته معلومه ده چي هرسړي له دونه غموسره مخامخ دئ چي په ستړئ دئ،
زمايوشعردئ : ډېروپښتنودي اوس مړي کړمه []بسته سائله نوردي ستړئ کړمه
زه ابوالفضل نورشغلونه لرم
نوپه دې سبب تاسي ډېره ګيله مه راڅخه کوئ زه هم ګيله نه کوم چي تاپه انګريزي حروفوليک رالېږلئ دئ ـ ستادمریض دپاره به په خپله ياپه يوبل پرهېزګاره چايوڅلويښت واره سورت فاتحه په رنګ تلونکي قلم وليکې بيابې واوبوته ورواچوې اودزمزم اوبه هم يوڅه ورواچوې بيابه يوڅلويښت ورځي ماښام سهارغرمه ماځيګرمريض له دغه اوبوڅخه درې درې غوړپه په «بسم الله الرحمن الرحيم»سره کوي اويوڅه به پرخپل ځان باندي پاشي ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ