پاکستان او امریکا په اړه له جان محمد اڅکزي سره مرکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46294
سيدحسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2011-12-12

واشنګټن واسلام اباد نور يو پر بل باندې باور نه لري
[سيد يوسف رضا ګيلاني]

بي بي سي :

د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني وايی چې پاکستان وامريکا يو پر بل باندې باور نه لري. ښاغلي ګيلاني بي بي سي سره مرکه کې وويل : افغانستان کې ناټو ته اکمالاتي لارې کېدای شي څو اوونۍ نورې هم بندې پاتې شي
 د امريکا وپاکستان ترمينځ اړيکې تېره مياشت مهمند اېجنسۍ کې د پاکستاني پوځيانو پر امنيتي پوستو د هوايي حملې تر بريد وروسته خرابې شوې. په دغه بريد کې د پاکستان ۲۴ تنه سرتيري ووژل شول.
د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني دا منلې چې اسلام اباد و واشنګټن نور يو پر بل باور نه لري. د دواړو خواو ترمينځ اړيکي د ناټو له هغه بريد راهيسې ترينګلې شوي چې تېره مياشت پکې له ډيورڼد سره څېرمه د مهمندو په سيمه کې ۲۴ تنه پاکستاني سرتېري ووژل شول. ښاغلي ګيلاني دا خبره رد نه کړه چې د امريکا پر وړاندې د پاکستان هوايي فضا به تړي.
له اسلام اباد نه د اورلا ګويرين ريپورټ اورو: د امريکا وپاکستان ترمينځ اړيکي ډېر وختونه ستونزمنې وې، خو لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې په ډاګه ومنله چې امريکا وپاکستان يو پر بل باندې باور نه کوي.

 ښاغلي ګيلاني د دواړو هېوادونو ترمينځ اړيکو داسې ارزونه وکړه :
((هو، يو پر بل باندې د باور تشه موجوده ده)). موږ يو له بل سره په ګډه کار کوو، خو لا اوس هم يو پر بل باندې باور نه کوو. زما د يوې ښې نتېجې لپاره بايد موږ په خپلو اړيکو کې ښه والی راولو او بايد يو پر بل باور وکړو.
د اوس لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځ اړيکي په ټپه درېدلي دي. افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته اکمالاتي لارې تړل شوي او پاکستان وايی ترهغه چې له امريکا سره يې نوي مقررات نه وي ليکلي، لاريو ته به اجازه نه ورکوي چې تر پولې يې د افغانستان خاورې ته واوړي.
لمړي وزير يوسف رضا ګيلاني بي بي سي ته وويل چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته اکمالاتي لارې کېدای شي څو اوونۍ نورې هم تړلې پاتې شي. ښاغلي ګيلاني وويل له امريکا سره په نوي تړون کې کېدای شي په دې سلا وشي چې په هېواد کې يې د سي آی ای د بې پېلوټه الوتکو بريدونه ودروي.

 ښاغلي ګيلاني د ولسمشر اصف علي زرداري د روغتيا او د پاکستان د راتلونکې په اړه ګونګوسې بې بنسټه وبللې او ويې ويل چې د ښاغلي زرداري روغتياي حالت مخ پر ښه کېدو دی او نوموړی د دوبۍ په روغتون کې استراحت کوي او په دوو اوونيو کې به هېواد ته راستون شي.

ښاغلي ګيلاني دا راپورونه هم رد کړل چې ګوندې پر ښاغلي زرداري باندې د زړه حمله راغلې او دا چې پوځ هڅه کوي چې نوموړی په زور باندې له دندې څخه لېرې کړي. هغسې چې ډېر وګړي په پاکستان کې ورباندې په همدې باور دي.

[له اسلام اباده د اورلا ګويرين ژباړه]

*** *** ***

 

بي بي سي :

په افغانستان کې د ناټو ځواکونه په پراخ ډول د پاکستان له کراچې نه د توکيو لېږدونې پر زمکنۍ لار تکيه کوي چې بيا له خيبره او چمن له ليارې افغانستان ته رسيږي. پاکستان د ناټو کاروانونو په وړاندې دغه لارې تړلي او اوس په سلګونه لارۍ په دې تمه په انتظار ولاړې دي چې روان کړکېچ پای ته ورسيږي.

په لندن کې مېشت څېړونکی جان محمد اڅکزی چې د پاکستان حالات له نژدې نه څاري، له ده مې وپوښتل : د لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني څرګندونې د ده دي او که پرې د فشار څرګندونه کوي؟

د پاکستان سياسي حکومت چې مشري يې لومړی وزير ګيلاني کوي. خارجه تګلاره د جوړولو او واکونه نه لري، بلکې د پاکستان پوځ چې دی هغه حارجه تګلاره جوړوي.

نو په دا وروستيو کې چې کومې پېښې شوي دي، هغه هم د پاکستان د پوځ پر فشار شوي دي. او په اوس وخت کې د امريکا او د پاکستان ترمينځ چې کوم ائتلاف دی دا تقريبا د نړېدو په حال کې دی او دا د پاکستان د پوځ پر لارښوونه باندې چې دی تر ډېر اغېز لاندې راغلی دی، نو همدا وجه ده چې سياسي حکومت يې يوازې د پوځ چې کومې تګلارې دي هغه پلې کوي.

پوښتنه :

پخپله د پاکستان دننه هم ويل کيږي چې د حالت قابو کولو لپاره پوځ ښايي د ګام اخېستلو هوډ يا تکل ولري. هلته تاسو حالت څارئ، څومره دا شونې ده چې ګنې کېدای شي پوځ مداخله وکړي؟

 

ځواب :

پوځ خو په تېرو څو لسيزو کې چې ځينې وخت مخامخ او ځينې وخت د پردې تر شا حکومتونه کړي دي. دا ځل ښايي داسې ونه کړي چې حکومت له مينځه يوسي. ځکه چې پخوا يې ډېره بې اعتمادي رامينځته کړې وه او باور د خلکو پرې ختم شوی وو، نو دا دی چې امکان لري چې همدارنګه د پردې تر شا خپل سياسي فشار او واکونه جاري وساتي. خو سياسي حکومت چې دی هغه د پوځ په مخ کې خنډ نه دی. کومې غوښتنې چې دوی لري هغې ته يې غاړه لا له پخوا نه اېښې ده، نو اوسنی حکومت چې دی هغه د پوځ له دريځ سره که څه هم په پټه به اختلاف لري، خو دومره واک نه لري چې ورته ودريږي، نو فکر کوم چې همدغه غوره تګلار ده چې د پوځ لپاره چې د همدا اوسني حکومت سره يو ډول ګوزاره وکړي او خپلې چې کومې دا غوښتنې دي همدا داسې پلې کوي، لکه څنګه يې چې کړي دي.


پوښتنه :

وروستيو پېښو په تېره بيا د تېر نومبر ۲۶ مې بريد چې ناټو پکې د پاکستان ځواکونه ووژل، بريد وشو پکې؛ دغو پېښو د پاکستان او امريکا ترمينځ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې هغه ملګرتيا باندې څومره اغېزه کړې او اوس په کوم حال کې ده؟

 

ځواب :

د دواړو هېوادونو لومړيتوبونه اوس ډېر جلا جلا ښکاره شوي دي. پاکستان غواړي چې کوم داخلي ډول لانجه ده د پاکستاني طالبانو په شکل کې دا غوڅه کړي او په افغانستان کې ستراتيژيک کومه ژورتيا چې تګلاره ده يا د داسې حکومت د رامينځته کولو لپاره هڅه وکړي چې د پاکستان مشروع او نامشروع ګټو ته غاړه کښېږدي تګلارې پلې کوي او امريکا بيا غواړي چې د القاعده پر ضد تګلارو ته دوام ورکړي، نو دا هغه لومړيتوبونه دي چې دواړه هېوادونه بېلا بېل اهميت ورکوي.

 پوښتنه :

نو که چېرې دغه ائتلاف يا ملګرتيا د ترهګرۍ پر وړاندې چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمينځ ده زيانمنيږي يا کمزورې کيږي په سيمه کې به پر حالت باندې څه فکر کوئ چې څومره ناوړه اغېزې ولري؟

 

ځواب :

که څه هم دا ائتلاف مخکې سل په سلو کې پر حقيقي ائتلاف باندې نه وو ولاړ، خو که چېرې دغه ائتلاف مکمل له مينځه ولاړ شي، نو دا به د سيمې لپاره ډېرې منفي پايلې ولري. د القاعده چې کومې ځالې دي په قبايلي سيمو کې دا به همداسې پاتې شي. د دې مانا دا ده چې په افغانستان کې به بې ثباتي ډېره زياته شي.

 په لندن کې مېشت څېړونکی جان محمد اڅکزی وو چې د پاکستان پر حالت او هم يې د امريکا سره د هغه هېواد پر اړيکو خبرې کولې.

په درنښت