علمآؤ او متدينو خلګو بې احترامي کول :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46369
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-12-16


فتوی نمبر (۵۰۶) .


 

مفتي   : 

 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   : حميد الله وحيد  .

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ــ محترم مولوي صاحب ځما پوښتنه داده چي يو سړئ چی په علماوو او نيکو خلګو پسخند وهي  ، يا بغض ورسره کوي ، نو ددغه سړې په باره کي اسلام څنګه فيصله کوي ؟

 

الجواب و هو الملهم للصواب  :

:نحمده ونصلي علي رسوله الکريم


محترمه وروره ! هر مسلمان نر او ښځي ته پدې خاطر چي ايمان يې په خطر کښي واقع نسي د علمآؤ او دينداره خلګو احترام او توقير ضرور دئ ، او باندي فرض دئ چي له اهانت ، بې عزتۍ او استهزآء څخه د علمآؤ او متدينو خلګو اجتناب وکړي  .
له يو عالم سره بُغض کول يا د عالم اهانت کول مختلف صورتونه لري  : اول صورت يې دادئ چي دغه عالم داسي عالم وي چي له شرعي أمورو څخه مخالفت کوي ، نو يو مسلمان سړئ پدې وجه دغه عالِم بد ايسوي ، يا يې خوار ګڼي چي دَئ د علم په مقتضی عمَل نه کوي ، نو دغه ډول بغض له داسي عالم سره موجب د ثواب او بغض في الله بلل کيږي .
دوهم صورت يې دادئ چي يو څوک له يوه عالم سره بغض کوي د يو دنيوي سبب په وجه  ، مثلا په دنيوي أمورو کښي يو څوک له يو عالم څخه ناراضه سوئ وي ، نو پدې وجه يې بدګڼي ، او په ذهن کښي يې دده علميت او ديني شان ته بالکل توجه نه وي  ، دغه ډول بُغض په اسلام کښي عالم نه بلکي له مطلق مسلمان سره پکار نه دئ ، له عالم سره خو بيخي پکار نه دئ ، البته له دغه ډول بُغض سره د ايمان د زوال خطره په غالب ډول نسته   .
دريم صورت يې دادئ چي يو څوک په يو عالم باندي پسخند وهي او اهانت يې کوي ، خو دغه پسخند وهل يې نه يو ديني اونه يو دنيوي سبب لري ، دغه ډول بغض له عالم سره سره له دې چي غټه ګناه ده خود ايمان د زوال خطر هم ورسره سته  . او ملا علي قاري (رحمه الله) په شرح د فقه أکبر کښي ذکر کړيدي چي دغه ډول بغض کونکئ کافر ګرځي  .
څلرم صورت يې دادئ چي يو څوک په عالم باندي پدې وجه پسخند وهي او بغض ورسره کوي چي هغه عالم دئ ، ديني شرف لري او پر ده باندي هر وخت ديني تنقيدونه کوي ، او دده پر ناروا جرمو او خيانتو باندي خبردارئ ورکوي نو ددغسي چا په کفر کښي هيڅ شک او شبهه نسته   (اعاذنا الله منه)  . 

[وفي العالمګيرية  : «في النصاب : من أبغض عالما من غير سببٍ ظاهر ، خيفَ عليه الکفر » / وقال القاري في شرح الفقه الأکبر ص ۲۱۴ :«الظاهر أنه يکفر لأنه اذا أبغض العالمَ من غير سببٍ دنيوي و أخروي ، فيکون بغضه لعلم الشريعة و لاشک في کفر من أنکره فضلا عمن أبغضه  ، وقال : والاستخفاف بالعلمآء مستلزم لاستخفاف الأنبيآء ؛ لأن العلمآء ورثة الانبيآء (ثم نقلَ فروعًا : منها) مَنْ تشبه بالمعلم علی وجه السخرية ، و أخذ الخشبة وضرب الصبيان کفر    . يعني لأن معلم القرآن من جملة علمآء الشريعة فالاستهزآء به و بمعلمه کفرا »  . (کذا في أحکام القرآن ج۲ ص ۱۵۵/۱۵۶ سورت هود)  .
والسلام  .