مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : سيمن خان /جرمني .
علامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم ... ستاسي دروغ صحت او د لاموفقيت په هیله ، قدرمنه پوښتنه مي داده چي اولاد ولي په نسب کي د پلار تابع ګرځي ددې شرعي دليل څه دی او عقلي وجه يې کومه ده ؟
الجواب و هو الملهم للصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره ! ددې خبري چي اولاد په نسب کښي په پلار پسي ځي يو دليل دا قول د الله (جل جلاله) دئ چي فرمايي : «وعلی المولودِ له رزقُهُنّ...» يعني او لازم دئ پر هغه چا باندي چي دده دپاره د وَلد ځوکړه سوېده (چي پلار دئ) رزق او نفقه د ښځو .
پدغه قول کښي الله پاک پلار مَولود لَه بللئ دئ ، يعني چي ولَد دده دپاره ځيږول کيږي ، نو له دې څخه په صراحت سره دا معلومه سوه چي وَلد تابع د پلار دئ .
او بل شرعي دليل يې دا قول د رسول (صلی الله عليه وسلم) دئ چي فرمايلي يې دي : «کل سبب و نسبٍ منقطعٌ يومَ القيامة الا سببي و نسبِيْ ، وکل وُلدِ آدم فان عصبتهم لأبيهِم ، ماخلا وُلدِ فاطمة فاني أنا أبوهُم و عصبتُهم» [رسالة العلم الظاهر في النسب الطاهر للشامي : ص ۵] .
...........................................
او عقلي دليل يې دادئ چي د کوچني د بدن هډوکي ، پلې او رګونه کوم چي د بدن اساسي أجزآء دي د پلار له اوبو څخه پيدا کيږي ، او حُسن جمال ، چاغوالئ او ډنګروالئ يې (کوم چي عارضي شيان دي) د مور له اوبو څخه پيدا کيږي .
[أنظر أحکام القرآن ج۲ ص ۲۳۵] .
والسلام .