فتوی نمبر (۵۰۹) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : محمود لاهور /پاکستان .
محترم مولانا صاحب ځما پوشتنه داده چي يو څوک مسکين وي او مور يې سيده وي خو پلار يې سيد نه وی نو دغسي چاته زکات ورکول روا دی که يا ؟
الجواب و هو الملهم للصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره ! ودغه سړي ته زکات ورکول روا دئ ؛ ځکه چي نسب د سيادَت هلته و سړي ته ثابتيږي چي د سړي پلار سيد وي ، نو هغه څوک چي صرف مور يې سيده وي هغه که څه هم له يو قسم شرافت څخه خو خالي نه دئ ، مسلمانان يې بايد عزت او احترام وکړي ، ليکن زکات ورکول جائز دي .
[تنقيح الحامديه ج۱ ص ۱۲] .
والسلام ومن الله التوفيق .