فتوی نمبر (۵۱۰) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتيه : نعيمه / جلال اباد / أفغانستان .
ځما پوشتنه داده چي په دنيا کي چي يو مسلمان له يو مشکل سره مخامخ کيږي مثلا اولاد يې نکیږي ، يا په خطرناکه مرضي مبتلا سي ، يا يې د دنيا کار نه برابريږي ، نو په اسلام کي ددغسي مشکلاتو د ليري کولو دپاره کوم کار او عمل ډير مجرب دی ؟
الجواب و هو الملهم للصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمي خوري ! دا دي ډيره مهمه پوښتنه کړېده ، د اسلام په مقدس دین کښي د مشکلاتو د حل دپاره بيل بيل عملونه په ثبوت رسيدلي دي ، خو تر ټولو بهترين شئ د مسلمان دپاره استغفار دئ ، یعني کله که مسلمان له يو قسم مشکلاتو ، پريشانيو او جنجالو سره مخامخ سي نو باید د زړه په حضور په ډيره عاجزي سره د استغفار پر ويلو باندي زور ولګوي .
امام ثعلبي (رحمه الله) ذکر کړيدي چي و حَسن بصري (رحمه الله) ته يو سړئ راغلئ ، د قحطۍ شکايت يې ورته وکړ ،نو ده ورته وويل چي استغفار ويل شروع کړۍ ، دارنګه بل سړئ ورته راغلئ د فقر او مسکنت شکايت يې ورته وکړ ، نو ده په استغفار ويلو سره أمر کړ ، او يو بل نفر بيا ورته راغلئ ورته ويې ويل چي ته يوه دُعا راته وکړه چي الله پاک ځوۍ راکړي ! ده ورته وويل چي ته استغفار وايه ، او يوه بل سړي بيا ورته وويل چي ځما باغونه وچ سول ، ده ورته وويل چي ته استغفار وايه ، بيا يو چا ورته وويل چي مختلف خلګ درته راغلل او مختلف مشکلات يې درلودل وهريوه ته تادده دمشکل دپاره په استغفارسره حکم وکړده ورته وويل چي ماله ځانه نه دي ويلي بلکي دالله پاک ددغوایاتو له وجي مي وهريوه ته په استفارسره امروکړچي فرمايلي يې دي:« فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا (10) يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا (11) وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا (12)»النوح ـ
علامه عيني ذکرکړيدی چي په دوهم آيت کي ودېته اشاره ده چي په استغفارسره هرمراد د سړي حاصليږي ـ
په تفسيرمدارک کي راغلي دي چي وامام حسن بن علي رضي الله عنهماته يوچاوويل چي ماته يوشي راوښيه چي هغه وايم ګوندي الله پاک اولادراکړي،نوامام حسن رضي الله تعالي عنه ورته وويل چي ته استغفاروايه نودغه سړي به دورځي اوه سوه واره استغفار وايونواخيرالله پاک لس زامن ورکړل،حضرت امام حسن رضي الله تعالي عنه هم په خپله فرمايلي دي چي دغه داستغفارښوونه ودغه سړي ته مادذکرسوي ايت له رويه وکړه ـ
[عمدة القاري /۱۰/۵۲،وانظرايضاابن کثير/ج۲/۴۴۹]
دارنګه طحطاوي ددرمختاردشرحي په اول جلدکښي يوحديث په روايت دامام اعظم رحمه الله تعالي له حضرت جابربن عبدالله رضي الله تعالي عنه څخه راوړيدي چي يونفرونبي عليه السلام ته راغلئ اوورته يې وويل چي اي رسوله دخدائ زمااولادنه کيږي نونبي عليه السلام ده ته دوه شيان وروښوول:اول ډېراستغفارويل اودوهم ډېرخيرات کول،نودغه سړي دغه دواړه کارونه عملي کړل چي په نتېجه کښي نهه اولاده الله پاک ورکړه ـ
[طحطاوي۴۷/۱] والسلام ومن الله التوفيق ـ