د پاکستان د پوځ او حکومت ترمينځ د اختلافاتو پر سر مرکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46396
سيدحسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2011-12-17

له جان محمد اڅکزي سره د پاکستان د پوځ او حکومت ترمينځ د اختلافاتو پر سر مرکه

بي بي سي :
د پاکستان د حکومت او پوځ ترمينځ له دې امله اختلافات زيات شوي چې ولې په امريکا کې د پاکستان پخواني سفير حسين حقاني د حکومت له لورې امريکايي چارواکيو ته ليک استولی وو او د مرستې غوښتنه يې کړې وه.
په دې هکله جزئيات د رحمان الله په راپور کې :
د پاکستان په ستره محکمه کې د متنازعه ليک يا ميمو په اړه د حکومت او پوځي مشرانو له خوا د خپلو بيانونو داخلولو لپاره د مرکزي حکومت او پوځ ترمينځ يو لوی کړکېچ رامينځته شوی. د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کياني په خپل بيان کې ويلي چې متنازع ليک يا ميمو يو حقيقت لري.
نوموړی زياتوي چې دغه متنازع ليک يا ميمو سره د پاکستان د پوځ د مورال د غورځولو او د پاکستان سلامتيا د خطر سره مخ کولو هڅه شوې.
همدغه راز د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ايس آی مشر جنرال شجاع پاشاه په خپل بيان کې په امريکا کې د پاکستان د پخواني سفير حسين حقاني له خوا د ليکلی شوي متنازع ليک د شتون خبره کړې، خو مرکزي حکومت په خپل بيان کې په متنازع ليک کې د لاس لرلو خبره رد کړې او دا يې د حکومت پر ضد يوه دسيسه بللې.
په پاکستان کې د جمهوري حکومت او پوځ ترمينځ کړکېچ د يو امريکايي سوداګر منصور اعجاز په يوې برتانوۍ ورځپاڼه فايننشل ټايمز کې د مضمون ليکلو وروسته رامينځته شو. منصور اعجاز په خپل مضمون کې په امريکا کې د پاکستان د پخواني سفير حسين حقاني د امريکا د پوځ پخواني او د سي آی ای اوسنی مشر مايک مولن د يو ليک استولو تور لګولی وو.
دغه ليک چې اوس په مېډيا کې د ميمو يا ميمو ګيت په نوم سره ياديږي. په ليک کې حسين حقاني د پاکستان جمهوري حکومت ته د پوځ له خوا د خطر او د امريکا نه پر پوځ د فشار اچولو خبره کړې وه. منصور اعجاز په خپل مضمون کې ليکلي وو چې په ليک کې د آی ايس آی د ايس څانګې چې د وسله سره والو د اړيکو کولو شک پرې کيږي د ختمولو خبره هم شوې وه.
په حسين حقاني له تورونو وروسته د پاکستان لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني له حسين حقاني نه استعفاء واخېسته، خو دا شخړه دغلته حل نه شوه. پاکستان کې د ستر اپوزيسيون مسلم ليګ نون مشر ميا نواز شريف د متنازع ميمو د پلټنو لپاره په ستره محکمه کې يو درخواست داخل کړ چې اوس سترې محکمې په دې لړ کې خپل کار پيل کړی.
وړمه ورځ د پاکستان د لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني او د پاکستان د پوځ د مشر جنرال اشفاق پروېز کياني ترمينځ په اسلام اباد کې ليده کتل وشول. دواړو مشرانو په ستره محکمه کې د حکومت او پوځ له خوا په داخل شويو بيانونو په ټکي خبرې وکړې. ستره محکمه به اوس دوشنبې يا ګُل پر ورځ د متنازع ليک يا ميمو دوسيه بيا اوري.
[رحمان الله له پېښوره]
*** *** ***
پاکستاني چارواکي وايی : زما په فکر دا يو خراب کال وو، ځکه چې د پاکستان او امريکا ترمينځ اړيکو کې ډېر خنډونه دي.

له اڅکزي سره مرکه :
مخکې مو واورېدل چې په پاکستان کې د حکومت او پوځ ترمينځ له دې امله اختلافات زيات شوي چې ولې په امريکا کې چې د پاکستان پخواني سفير حسين حقاني د حکومت له لورې امريکايي چارواکيو ته ليک استولی وو او د مرستې غوښتنه يې کړې وه.
په پاکستان کې ګڼ شمېر خلک دا فکر کوي چې دا لومړی ځل دی چې د پاکستان پوځ او حکومت له يو بل سره مخامخ شوي او له امله يې د پيپلز ګوند په مشرۍ حکومت په خطر کې ويني. دمګړۍ حکومت کمزوری ګڼل کيږي، خو پوځ هم د کوم لوی سياسي ګوند له ملاتړه برخمن نه دی.

د دې حالاتو اغېز به په پاکستان کې په ډېموکراسۍ او سيمې څه وي ؟ دا پوښتنه مې د يوې مرکې په پيل کې په لندن کې د مېشت د پاکستان د چارو له څارونکي جان محمد اڅکزي څخه وکړه :

په ډېموکراسۍ باندې فشار ډېر زيات دی. ان دا چې د پاکستان پوځ د پاکستان پارلمان لا د چڼو د وهلو پرځای د بهانې (پلمې) په توګه (بڼه) استعمالوي. مثال، پوځ د دې تر شا پناه اخلي چې امريکا ته وايی چې دا د پارلمان پرېکړه ليک دی، نو ځکه خو موږ نه شو کولای چې د اورپکو پر ضد عمليات وکړو. يا دا چې د افغانستان سره چې کومه تګلاره ده، دا د پارلمان د پرېکړه ليک سره سمه ده، نو ځکه موږ نه شو کولای چې کومه همکاري مو اوس د امريکا سره د افغانستان په سر کوله دا نور زياتی نه شو کولای. نو دارنګه د پاکستان پارلمان او ډيموکراسي چې ده دا يو ډول يرغمل ده د پاکستان د پوځ په لاسو کې.
دويم دا چې که همدارنګه په پاکستان کې سياستوال کمزوري وي، نو د افغانستان لپاره يې پايلې او د هند لپاره يې پايلې دا کېدای شي چې د پاکستان پوځ همداسې به خپلې تعرضي تګلارې د دواړو هېوادونو ښايي د ګټو پر ضد جاري وساتي او ډېرو سياستوالو چې غواړي هغه خلکو ته روزګار ورکړي، ثبات ورکړي، ستونزې يې حل کړي. د هند سره، د امريکا سره، د افغانستان سره عادي اړيکي جوړې کړي. په سيمه کې د تجارت لپاره لاره هواره کړي. د دوی دا خوب به همداسې وېجاړ پاتې وي.

ځينې خلک له هېواده د ولسمشر زرداري وتلو ته د شک په سترګه ګوري او وايی چې دی له دې امله ووت چې هسې نه ايسار پاتې شي. تاسې څه فکر کوئ چې همداسې ده او کنه ؟

دا يو حقيقت دی چې ډېرې ګونګوسې په مينځ کې راپورته شوي دي، خو که موږ تاريخ ته وګورو زرداري د پاکستان راتلونکې کې يو دم له مينځه نه شي تلای. پخوا هم داسې فشارونه په پيپلز ګوند راغلي دي، نو دوی مقابله کړې ده او د ده زوی دلاور زرداري اوس د سياست ميدان ته راوتونکی دی، نو فکر نه کوم چې دوی به په اسانۍ سره له سياسي ميدانه ووځي.

په پاکستان کې دغه ګډوډ حالت ته په کتو سره اکثره خلک اوس انتظار باسي چې د سترې محکمې پرېکړه به څه وي؟ تاسې څه اټکل کوئ چې پرېکړه به څه وي د سترې محکمې ؟

دا يو مشکل دی چې په اينده راتلونکې کې به دا پرېکړه څنګه وي، خو دېته په کتو سره چې پاکستان قضائيه ډېموکراسي پلوه ده او ډېر وخت يې هځه کړې ده چې ډېموکراتيک حکومت په مشکل کې وانه چوي. او داسې يې هم هڅه کړې ده چې د پوځ تګلارې چې هغه د دوی په فکر د پاکستان د اساسي قانون سره سمې نه وي، نو هغه يې هم مخامخ غلطې بللې دي.

په درنښت