ګاړي:
ګاړي له اره غلجي پښتانه دي ٠ يو شمېر يې دننګر هار په ولايت او يو شمېر يې هم دبغلان ولايت په ځينو کليو کې مېشته دي ٠
هغه شمېر ګاړي چې دننګر هار په ولايت کې مېشته دي نو ددغه ولايت دحصارک غلجايې په ولسوالۍ کې استو ګنه لري او په نو موړې ولسوالۍ کې د١٣٦٠ لمريز کال دسر شمير نې له مخې ددوی ټول شمېر د١٩٨٠ تنو په شا او خواکې ښودل شوي دي چې ښايې اوس يې شمېر دهغې سر شمير نې په پر تله دوه ځلې زيات شوی وي٠ دبغلان او ننګر هار ولا يت دګاړو سر بېره پا تې ګاړي دافغا نستان په بېلا بيلو ولا يتو نو کې په خواره واره ډول استو ګنه لري٠(١)
ګبري:
ګبري په اصل کې تر کلاڼي پښتانه دي، د پښتنو دسړبن په ټو لنيز ګروپ يا ډلې پورې اړه لري او دسالا رزيو دقبيلې يو ښاخ شميرل کيږي، خو ددوی په اړه جلا جلا نظريې هم شته٠ د پښتنو دځينو تو کم پو هانو په اند کله چې په شپاړسمې زيږدېزې پيړۍ کې تر کلا ڼيو دبا جوړ سيمه ونيوله ،نو دباجوړ په ګبر نومې سيمه کې ګبر يا کا فران ( غير مسلمانان) او سيدل (٢) او څه وخت چې تر کلا ڼيو دګبر سيمه له دوی نه ونيوله نو دګبر اوسيدونکي يې مسلمانان کړل چې او سني ګبري دهغو ګبر داوسيدونکو اولاده ده،خو دځينو نورو په اند څه وخت چې تر کلا ڼيو دګبر سيمه ونيوله د ګبر او سيدونکي غير مسلمانان دبا جوړ شمال دانګام او نورو درو ته وتښتيدل او په ګبر کې کافران پا تې نشول ٠
د با جوړ دسيمې دځمکو دويش په وخت کې دسالار زيو يوه خيل ته دګبر سيمه په ويش کې ورسيد له چې دوخت په تيرېدو سره دغه خيل دد غې سيمې د نا مه له کبله دګبر يو په نا مه سره شهرت وموند٠ د پښتني دقبيلوي شجرو پر بنسټ ګبري په خټه سا لارزي دي ،خو دځای په ارتباط ورته ګبري ويل کږي٠
ويل کيږي چې ګبري د سالارزيو سره يو ځای د کونړ دانګام ته راغلي دي او دسالارزو سره يو ځای او سيږي او اکثريت يې خپلې ځمکې لري او سالارزي هم دوی خپل سيالان ګڼي٠
پا تې دې نه وي چې دلغمان دالينګار په دره کې ددغه ولايت د مر کز پورې يو اړونده کلی شته چې ممکن تر کلا ڼي اوسي، ځکه چې کله دکابل واکمن مغولي مير زا الغ بيګ ديو سفزيو اته سوه مشران په کابل کې له تيغه تېر کړل، نو يو سفزي ،ګګياڼي، اتمانخيل او تر کلا ڼي دکا بله راو کو چيدل ، يوسفزي، ګګياڼي اواتمانخيل ننګر هار او بيا له هغه ځا يه دخيبر په تاريخي لاره پيښور ته لاړل، خو تر کلا ڼيو په لغمان کې واړول ٠څه موده وروسته تر کلاڼي هم ميرزا الغ بيګ ته دلغمان دخلکو دشکايت په وجه له هغه ځا يه وليږ ديدل او با جوړ ته لا ړل چې تر او سه پورې هما غلته مېشته دي(٢)٠
----------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې:
١- دکتور لطيف ياد، پښتني قبيلې ،٢١٨ مخ، دپيښور چاپ٠
٢- د پښتنو ټو لنيز- اقتصادي جو ړښت ، ٢٢٩ مخ،دافغا نستان دعلو مو اکيډيمي، دپښتو څيړنړ نړيوال مر کز، کابل، ١٣٦٢ لمريز کال٠
٣-پير معظم شاه،تواريخ حافظ رحمت خاني،٦-٧ مخونه٠