د افغانستان وپاکستان د اړيکو په تړاو مرکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46459
سيدحسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2011-12-22

 

مصطفی سالک
بي بي سي :

افغان ولسمشر حامر کرزي ويلي دي چې پاکستان بايد د افغانستان پر وړاندې روڼ او خپلواک سياست ولري او د هند او امريکې له خپلو ليد لوريو د افغانستان سره چلند ونه کړي.
ښاغلي کرزي دارنګه وويل هسې يې دا ده چې له ۲۰۱۴ ميلادي کال نه وروسته به تر ۲۰۲۴ ميلادي کال پورې به افغانستان پر يوه داسې هېواد بدل کړي چې د نورو هېوادونو د سياليو ډګر نه وي. ده دغې څرګندونې په کابل کې يو شمېر خپلواکو او حکومتي رسنيو سره کړي دي.
مصطفی سالک پرې له کابله ريپورټ لري :
افغان ولسمشر حامد کرزي هيله ښوولې چې پاکستان د يوه خپلواک سياست په رامخته کولو سره د يو ګاونډي هېواد له ليد لوري افغانستان ته وګوري. نوموړي ويلي پاکستان چې اوس مهال له هند وامريکې سره کومې اړيکې لري افغانستان ته بايد له هغه ليد لوري ونه کتل شي.
وايی پاکستان په تېر کې د طالبانو د پرزولو په موخه د امريکې متحده ايالتونو ته اډې ورکړې، لاره يې ورکړه. همدا راز وايی په کال کې به يې له دې درکه له امريکې نه دوه ميليارده ډالره مرسته ترلاسه کوله. خو افغان ولسمشر ويلي چې له دې هر څه سره په افغانستان کې تاوتريخوالی پای ته ونه رسېده، بلکې ورځ پر ورځ به ډېرېده.
ښاغلي کرزي پر دې هم خواشيني ښوولې چې په مهمندو اېجنسۍ کې د پاکستان پر څوکۍ د ناټو تر بمبارد وروسته چې تر شلو ډېر سرتيري يې پکې ووژل شو هغه هېواد له بون غوڼدې سره پرېکون وکړ. ښاغلي کرزي ويلي پاکستان پوهيږي چې افغانستان په دې برخه کې پړ نه دی.
ولسمشر کرزي ويلي دي چې د افغانستان د سياست بنسټيزې کرښې روښانه دي چې له ګاونډيو هېوادونو او اسلامي نړۍ سره اړيکي ټيڼګول هم پکې راځي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ نه خپره شوې اعلاميه وايی چې د هند په څېر لوی سيمه ييزو هېوادونو سره هم ستراتيژيکې اړيکي جوړول د افغان سياست يوه برخه ده. ښاغلي کرزي هيله ښوولې چې د افغانستان را روان حکومتونه هم پر همدغو کرښو ګام واخلی.
د مصطفی سالک ريپورټ او له پاکستاني چارواکو د افغانستان ولسمشر دا غوښتنه چې د هند په تړاو د خپل ليد لوري پر بنست له افغانستان سره چلند ونه کړي.

خو څنګه دا شونې ده؟ په همدې اړه مې لږ وړاندې په لندن کې مېشت د پاکستان د چارو له يو کارپوه جان محمد اڅکزي سره مرکه وکړه او په سر کې مې ترې وپوښتل چې په احتمالي ډول به د افغان ولسمشر دې پوښتنې ته د پاکستان ځواب څه وي؟

پاکستان خو په دوديز ډول د هند سره مخالفانه اړيکې لرلي دي او همدا وجه ده چې د افغانستان تګلاره هم له دې نظره پلي کړه ده. هند که په افغانستان کې کوم عمليات يا سياسي واقتصادي عمليات کوي پاکستان د شک په نظر ورته ګوري او فکر کوي چې د دوی اغېز په افغانستان کې کموي. په اوس وخت کې تر ډېره پورې اوس د سيمې حالات بدل دي.
افغانستان اوس داسې هېواد دی چې د ګاونډيو سره نژدې اړيکي جوړول غواړي په تېره بيا د هند سره. هند ډېر اقتصادي او سياسي ځواک په توګه په سيمه جوت شوی دی، نو د افغانستان په څېر هېواد تر هر وخت زيات نن هند ته اړتيا لري چې اړيکي ورسره مضبوطې کړي.

افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم دا خبره کړې ده چې دا يوه اړتيا ده چې له پاکستان سره د خپلو اړيکو د پراخولو ترڅنګ به له ډيلي سره هم د کابل اړيکي پراخيږي او دا به دوام کوي، خو د افغان چارواکو د ډاډ سره سره اسلام اباد ولې بيا هم په دې برخه کې اندېښمن دی او نه غواړي چې خپلې پالېسۍ بدلې کړي.

د پاکستان وېره دا ده چې دوی د يو لوی دښمن سره مخامخ دي. نو که چېرې د جګړې په صورت کې د هند سره دوی بيا ښکېل کيږي، نو دوی ته بيا په کار دي چې د شا تګ لپاه ځای ولري او همدا وجه ده چې دوی په افغانستان کې ستراتيژيکه ژورتيا غواړي.
او له سياسي پلوه دوی غواړي چې داسې اغېز په افغانستان کې ولري چې په راتلونکي سياسي حکومت کې چې د هند سره د مخالفت يا دښمنۍ په نتېجه کې دوی ته زيات ځای ورکړي. زيات ژغ ورکړي په افغانستان کې او تراوسه پورې لا هم همدغه وجه ده چې پاکستان د اورپکو د ځېنو کړيو له خوا ملاتړ جاري ساتلی دی.

ستاسو له نظره د افغان حکومت لپاره څه کول په کار دي چې کومې اندېښنې چې اسلام اباد يې لري چې دغه اندېښنې لرې شي او بالاخره اسلام اباد دېته رامات شي چې د افغانستان په تړاو په خپلو پالېسيو کې بدلون راولي.

نو ديپلوماتيک حل د دې اندېښنو که دا واقعي مشروع وي د هغو حل شته، خو مهمه دا ده چې پاکستان د مېز پر سر هغه ټولې اندېښنې مخامخ افغانستان او امريکا ته په ډاګه کړي. فکر نه کوم چې ناممکن دې وي چې مشروع اندېښنې له مينځه ولاړې نه شي، خو دا تراوسه د پاکستاني چارواکيو لپاره چلېنج دی چې دوی د افغانستان سره تګلاره د پخوانيو تګلارو  پر بنسټ پلي کول غواړي او که د نوو تقاضو او غوښتنو سره يې عيارول غواړي.

په درنښت