فتوی نمبر (۵۱۲) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : ډاکټرحاجي نثار/هرات /أفغانـــــــــــستان .
مفتي علامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم ،ستاسودخيريه اودمسلمانانودمشکلاتوحل کولوڅخه يوجهان مننه کوم،اوس په خپل نوبت يوه پوښتنه عرضوم هيله ده چي جواب راکړی :
زماپوښتنه داده چي اماميه شیعه ګان پرخپل حقوالي باندي په دې حديث سره چي:«وروي عن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- أنه قال: ستفترق أمتي على ثلاث وسبعين فرقة، كلها في النار إلا واحدة وفي رواية: قيل: فمن الناجية؟ قال: ما أنا عليه وأصحابي رواه جماعة من الأئمة» . دليل نسي نودوئ په څه ډول په دې حديث دليل نسي؟ اوجواب يې په څه ډول دئ ؟
الجواب و هو الملهم للصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره!په دغه حديث کي دوئ په يوه لفظ کښي تبديل کوي پرځائ باندي يې له ځانه بل لفظ ږدي بياپه باطله طریقه سره دغه حديث دځان لپاره دليل ګرځوي ـ
په حديث کي د«الاواحدة» لفظ راغلئ دۍ دوئ په ځای ددغه لفظ کي د«الافرقة»لفظ وايی اوبيايې دځان دپاره په دې ډول دليل ګرځوي چي دفرقة دلفظ عدددابجدپه حساب دشیعة دلفظ له عددسره سره برابردئ،يعني چي دابجدوحساب ته واوړي،نومعلومه سوه چي له «فرقة»څخه مرادشیعة دي نوبه دالافرقة معني الاشیعة سی ـ
خوددوئ دغه استدلال بیخی دګمرهی استدلال دئ ؛ ځکه چي دحديث اودآيت کلمې اوجملې لپاره داثبات دشرعي احکامودابجدوحساب ته نه اړولي کيږي ـ
په دوئ کښي چي اول ځل کوم چادغه استدلال کړئ دئ دهغه نوم «حمد»وو،علامه الوسي ذکرکړيدي چي ودغه حمدته ماوويل چي که دابجدوحساب ته وکتل سی نووتاته بایدسپی وویل سی ځکه چي په عربي کي وسپی ته کلب ويل کيږي اودکلب لفظ دابجدی عددپه اعتباردحمددلفظ له ابجدی عددسره برابردئ ـ
وفي الروح:ومن غريب ماوقع ان بعض متعصبی الشیعةالامامیة فی زمانناواسمه حمدروي بدل«الاواحدة»في هذالخبر«الافرقة»وقال : ان فيه اشارة الي نجاة الشیعة فان عدددلفظ فرقة بالجمل وعددلفظ الشیعة سواءفکانه قال عليه الصلاة والسلام الاالشیعة والمشهوربهذالعنوان هم الشیعة الامامیة فقلت له بعدعدة تزیيفات لکلامه يلزم من هذالنوع من الاشارة ان تکون کلبالان عددکلب وعددحمدسواءفالقم الکلب حجراـ (روح المعاني ج۸،ص۹۸)ـ
والسلام